د انګلستان پخواني لوبغاړي او د کاناډا د كركټ ملي لوبډلې پخوانى روزونکى انډي پيک (Andy Pick) د توپ اچونې په برخه كې د افغان لوبډلې د نوي روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
د انګلستان پخواني لوبغاړي او د کاناډا د كركټ ملي لوبډلې پخوانى روزونکى انډي پيک (Andy Pick) د توپ اچونې په برخه كې د افغان لوبډلې د نوي روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
د افغانستان د كركټ بورډ له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې پر توپ وهنې، توپ نيونې او فزيکي پياوړتيا سربېره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په نړيوال جام کې د ملي لوبډلې هر سپورټي اړخ ته د ودې ورکولو په هدف نوموړي د افغان ملي لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې د روزونکي په توګه په دنده ګومارلي دي.
د خبرپاڼې په وينا، انډي پيک چې ښي مټي تېز توپ اچوونکي او چپ لاسي توپ وهونکي دي، په ۱۹۵ لومړۍ درجې سياليو کې لوبېدلي او د انګلستان نولس کلنې لوبډلې او د کاناډا ملي لوبډلې د روزونکي په توګه يوه اوږده مسلکي مخينه لري.
سرچينه ليكي، چې نوموړي د سکاټلنډ او ايرلنډ ملي لوبډلو په وړاندې د يو ورځنيو نړيوالو سياليو په ترڅ کې له افغان ملي لوبډلې سره خپل روزنيز سفر پيل كړ.
خبرپاڼې د کرکټ بورډ د عمومي رئيس نسيم الله دانش له خولې ليكلي، د توپ اچونې په برخه کې د نوي روزونکي په دنده ګومارل يوه ستره لاسته راوړنه ده او د انډي پيک شتون به د نړيوال جام په لور د ملي لوبډلې په مزل کې د پياوړي مورال رنګونه زيات کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


