د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا او پاکستان د ستراتيژيکو خبرو د ترسره کېدو په هدف اسلام اباد ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ورتلو خبر ورکړ. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم پرون په نوي ميلادي کال کې په خپل لومړي خبري کانفرنس كې وويل، چې د پاکستان او امريکا ترمنځ
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا او پاکستان د ستراتيژيکو خبرو د ترسره کېدو په هدف اسلام اباد ته د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ورتلو خبر ورکړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې تسنيم اسلم پرون په نوي ميلادي کال کې په خپل لومړي خبري کانفرنس كې وويل، چې د پاکستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيکې خبرې به په جنورۍ مياشت کې وشي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان كېري به په دغو خبرو کې د ګډون په هدف د همدې مياشتې په نيمايي كې د يو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورشي.
د امريکا او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکو خبرو مخکني پړاو د تېر ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې په واشنګټن کې ترسره شوي و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


