موسیقی

809
۱۰ مرغومی ۱۳۹۳

نجونې په رپ موسیقۍ تاوتریخوالی غندي


رپ موسيقي په امريكا كې د اوسېدونكو اروپايانو لخوا دود شوې، خو په كابل كې يې پيل له ۲۰۰۶ میلادي كال وروسته شوى او  له ۲۰۱۲ میلادي كال راپدېخوا يې زیات شمېر مينه وال او سندرغاړي پيدا كړي دي.

رپ موسيقي په امريكا كې د اوسېدونكو اروپايانو لخوا دود شوې، خو په كابل كې يې پيل له ۲۰۰۶ میلادي كال وروسته شوى او  له ۲۰۱۲ میلادي كال راپدېخوا يې زیات شمېر مينه وال او سندرغاړي پيدا كړي دي.

بيژن جان کندوزي په رپ موسيقي كې د هېواد ناخوالې ژاړي، خو نجونې سندرغاړې بيا وايي، رپ موسيقي دوى ته د ښځو د حقونو د غوښتلو لپاره تر ټولو مؤثره لاره ثابته شوې.

د رپ موسيقۍ نجونې سندرغاړې وايي، که څه هم په دې وروستيو كې يې پر وړاندې ستونزې زياتې شوې، خو دوى نه غواړي چې د رپ موسيقۍ نيولې لاره پرېږدي.  په ايران كې د رپ موسيقۍ افغانه سندرغاړې سونيا علي زاده وايي، له دې لارې له پراخو ننګونو سره سره هم د ښځو حقونه غواړي. هغه وايي، د ((خرڅلاو لپاره ناوې)) يې هغه سندره ده چې دې په كې د ناوې كالي اغوستي او په څېره كې يې د تاوتريخوالي او ربړونې نښې ښكاري.

سونيا د دې سندرې د ويلو پرمهال په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې له ټولو شتو ترخو حقايقو او ننګونو پرده پورته كوي او وايي:(( لس كاله وشول سندرې وايم، اوس هم ښځه يم، ډېرې ستونزې راته متوجه دي، خپلوان مې هم مسووليت ځكه پر غاړه نه اخلي چې د دوى په خبره زه يوه ياغي سندرغاړې يم.))

سونيا وايي، په كور كې هم ورسره هغسې رويه نه كېږي چې دا يې تمه لري. دا سونیا په خبره مور او پلار يې فكر كوي چې يوه نجلۍ ستډيو ته ځي او سندره وايي، دا ډېر بد كار دى:(( يو وار راپسې مركه راغله، كوژده مو هم وشوه، خو چې كله مې خسرګنۍ خبره شوه چې زه په يو ښوونځي كې كار كوم او سندرې مې هم ويلي، هر څه يې مات كړل.))

پارادېس سروري بيا بله رپ سندرغاړې ده چې د هېواد ناخوالو ته په پام له اعتراضه ډكې رپ سندرې وايي. هغې هم په ګيله من انداز وويل چې كورنۍ يې ورته د سندرو ويلو اجازه نه وركوله، خو دې ټول چلنجونه په ځان ومنل او سندرو ته يې مخه كړه:(( اوس نو د دې وخت دى چې ناخوالې افشا كړو او له حقايقو پرده پورته كړو، زه ډېرې نجونې پېژنم چې وايي، د موسيقۍ له زده كړو وروسته به رپ سندرو ته مخه كوو او خپل حق به غواړو.))

تر دې وړاندې په افغانستان كې د ((مورچه ها)) په نوم د اعتراضي رپ سندرو يوې ډلې هم فعاليت پيل كړى. د دې ډلې مشر مسعود حسن زاده وايي، په ځوانانو او په ځانګړي ډول نجونو كې دا روحيه ډېره پياوړې شوې چې خپل حقونه د رپ سندرو له لارې وغواړي:(( بله دا چې رپ موسيقي ډېرو زده كړو ته اړتيا نه لري، په دې كې سندرغاړى كولى شي چې د يو ريتم پيدا كولو له لارې خپلې اعتراضيه خبرې له موسيقۍ سره ګډې كړي.))

د افغانستان د ملي موسيقۍ د انسټيټيوټ مشر ډاكټر سرمست هم وايي چې په دې انسټيټيوټ كې ورسره ۵۵ نجونې زده كړې كوي او غواړي په راتلونكې كې د خپلو حقونو لپاره د سندرو له لارې مبارزه وكړي:(( دلته د رپ موسيقۍ زده كړې نشته، خو اجازه مو وركړې چې هر ډول موسيقي يې زړه غواړي ويې غږوي، په كابل پوهنتون كې بيا د ښكلو هنرونو پوهنځى په دې برخه كې ځانګړي زده كوونكي روزي.))

رپ موسيقۍ ته په ډېرى مواردو كې د نړۍ په كچه د نارينه و د موسيقۍ د سبك په سترګه كتل كېږي، خو په افغانستان كې چې په دغه موسيقۍ د لومړي ځل لپاره بېژن جان كندوزي سندرې وويلې، ورپسې نجونو سندرغاړو هم د دې موسيقۍ پردې وترنګولې.

په كابل كې د تېر كال په نوروزي كنسرټونو كې د افغاني سندرغاړو په استازيتوب زياتره رپ سندرې هم اجرا ته وړاندې شوې. په دغو سندرو كې د  افغانانو د مهاجرت، جنګ جګړې او نورې كيسې په سختۍ سره رد شوې وې.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *