ads

د ځینو ماتو او بریاوو ترڅنګ، یو بل د وینو او باروتو ډک کال هم تېر شو

نن د هغه کال د پای شېبو کې یو چې تر پیل مخکې زیری يې د وینو او باروتو لوروونه وه. دا دی ۲۰۱۴ کال پای ته رسېږي او افغانان یو بل د وینو او ویرونو ډک کال شاته پرېږدي. نن د هغه کال د پای شېبو کې یو چې تر پیل مخکې زیری يې […]

نویسنده: TKG
10 مرغومی 1393
د ځینو ماتو او بریاوو ترڅنګ، یو بل د وینو او باروتو ډک کال هم تېر شو

نن د هغه کال د پای شېبو کې یو چې تر پیل مخکې زیری يې د وینو او باروتو لوروونه وه. دا دی ۲۰۱۴ کال پای ته رسېږي او افغانان یو بل د وینو او ویرونو ډک کال شاته پرېږدي.

نن د هغه کال د پای شېبو کې یو چې تر پیل مخکې زیری يې د وینو او باروتو لوروونه وه. دا دی ۲۰۱۴ کال پای ته رسېږي او افغانان یو بل د وینو او ویرونو ډک کال شاته پرېږدي.

نړیوالو د دغه کال تر پيل مخکې دا ارزونې درلودې چې ۲۰۱۴ به د افغانستان لپاره ترټولو سخت کال وي، جنګونه به زور اخلي او د وینو ویالې به وبهېږي.

۲۰۱۴ پیل شو، یو دوه مياشتې يې ووتې، ښه په کراره، دومره په کراره چې د دغه کال په اړه يې مخکيني قضاوتونه بې ځایه ګڼل، خو یو دم هر څه بدل شول او جنګونو زور واخست.

د ۲۰۱۴ کال په اړه د خونړي کال پیشبیني چې هر څه وه، خو دې وطن انتخابات په مخکې لرل او حتی ډېری افغانان هم ډاډمن نه وو چې انتخابات دې ترسره شي او قدرت په سوله ییز ډول له یوه جمهور رییس نه بل جمهور رییس ته ولېږدول شي. خو انتخابات وشول، له جنجالونو ډک انتخابات. د انتخاباتو دویم دور له ترسره کېدو سره سم، جنجالونو زور واخست، ۲۰۱۴ کال نه د ولس اندېښنه بیا په زور کې شوه. په دې بهیر کې ځیني حرکتونه په رښتيا هم ولس وويراوه چې د وینو ویالې لکه چې اوس به وبهېږي. خو خوشبختانه داسې ونه شول، هر ډول چې وضعیت تر کنترول لاندې راغی او د امریکا د پراخ رول په لرلو سره نوي حکومت په يو نوي جوړکښت چې د اساسی قانون سره په ټکر کې ده رامنځته او واک په سوله ییز ډول له یوه جمهور رییس نه بل هغه ته ولېږدول شو.

د نوي حکومت په را مینځته کیدو سره د خلکو خوشبیني زیاته شوه او دا فکر ورسره و چې اوس به په هیواد کې د رقابت له مخې سمه اداره رامنځته کېږي. خو د ولس دا هیله لا په زړه کې پاتې، ځکه نوي حکومت تر درې میاشتې کاري مودې وروسته هم په دې نه دی توانیدلی چې خپله کابینه جوړه او ولسي جرګې ته وپېزني. لا هم د د دولتي ادارو چارې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او ګڼې چارې له خنډ و ځنډ سره مخ دي.

که څه هم انتخابات نسبتا په امن کې تېر شول خو تر هغه وروسته افغانستان سور اور ته کېنول شو، ځانمرګو بریدونو، د سرک غاړې بمي چاودنو او مخامخ جګړو زور واخست.

په دې کال کې د افغانستان ټول امنیت له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته ولېږدېد او بهرني  ځواکونه افغانستان یې سره له ډیرو ستونزو پخپل حال پريښود لا دا یې هم وویل چې دوی د افغانستان جګړه په بریالي او مسوولانه توګه پای ته ورسوله.

بل لور ته په داسې حال کې چې  دا تصور موجود و چې افغان ځواکونو به پخپلو دندو کې پاتې راځي ځکه نه سمه وسله لري او نه قوي نظم، خو دا قضاوت هم ناسم وخوت او دې ځواکونو خپل قوت او مهارت نندارې ته وړاندې کړ، چې د هلمند پېښه يې غټه بېلګه ده.

کابل او د افغانستان ګڼې سیمې د دې کال په وروستیو کې د خونړیو پېښو قرباني شوې او دا دی کونړ مو لا هم د اور په لمبو کې سوزي او ګڼ شمېر ماين پاکان مو يو ځايي له تېغه تېر شول.

سره له دې چې دغه کال وینې او باروت راولورول، خو د چارو د کارپوهانو په باور ذ افغانانو همتونه لا په کابو کې دي او په دغسې پوره همت به مخ ته ځي. خو د دوی په باور اساسي شرط دا دی چې نوی حکومت یعنې د ملي وحدت حکومت مټې راونغاړي او په رښتني توګه د ستونزو پېژندنه وکړي، لومړيتوبونه تشخیص کړي او د وطن د ثبات هڅې وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA