د پاکستان په بلوچستان اىالت كې نن سهار د نامعلومو وسله والو لخوا د ګازو ستره نل ليكه په بمونو الوځول شوې ده.
پاکستاني رسنۍ واىي، نامعلومو وسله والو د بلوچستان اىالت ډېره بګټي سىمه کې پنجاب اىالت ته غځېدلې د ګازو نل ليكه په بمونو الوځولې، چې له كبله يې ياد ايالت ته په بشپړ ډول د ګازو لېږد درېدلى دى. د پاکستان په بلوچستان اىالت كې نن سهار د نامعلومو وسله والو لخوا د ګازو ستره نل ليكه په بمونو الوځول شوې ده.
پاکستاني رسنۍ واىي، نامعلومو وسله والو د بلوچستان اىالت ډېره بګټي سىمه کې پنجاب اىالت ته غځېدلې د ګازو نل ليكه په بمونو الوځولې، چې له كبله يې ياد ايالت ته په بشپړ ډول د ګازو لېږد درېدلى دى.
د اور د مړ كولو او پنجاب ايالت د ګازو د لېږد د بيا پيلولو هڅې پيل شوي، خو تراوسه نه دي بريالۍ شوي.
د دې پېښې مسووليت تراوسه كومې ډلې نه دى منلى، خو په بلوچستان اىالت کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي ډېر کله د دغسې برىدونو مسوولىت پر غاړه اخلي.
بلخوا د خىبر پښتونخوا ايالت قباىلي سىمې کرمې اېجنسۍ کې نامعلومو وسله والو دوه ښوونځي په بمونو الوځولي، چې په بشپړ ډول له مىنځه تللي دي.


