د ماليزيا د هوايي شرکت “اير اېشيا” د وركې شوې الوتکې د موندلو عمليات، چې تېره شپه د تيارې د خورېدو له كبله ځڼدېدلي وو، نن سهار بيا پيل شوي دي. د ماليزيا د هوايي شرکت “اير اېشيا” د وركې شوې الوتکې د موندلو عمليات، چې تېره شپه د تيارې د خورېدو له كبله ځڼدېدلي وو، نن سهار بيا پيل شوي دي.
د انډونىزىا د ټرانسپورټ وزارت وىلي، د دې الوتکې اړيكه په جاکارتا کې د څارنې له رادار سره پرون سهار په ځايي وخت ۶ بجې او ۱۷ دقىقې پرې شوې ده.
دغه الوتکه له انډونيزيا نه سنګاپور ته روانه وه او په كې ۷ تنه عمله او ۱۵۵ مسافر سپاره وو.
اير اېشيا شركت وايي، د الوتکې تقريبا ټول مسافر انډونيزيايان، خو د سينګاپور، ماليزيا، جنوبي کوريا او فرانسې څو وګړي هم پکې وو.


