ads

بارك اوباما: د امرىکا د تارىخ تر ټولو اوږده جګړه په مسوولانه ډول پاى ته ورسېده

د امرىکا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، په افغانستان کې د ناټو د جنګي مامورىت له ختمېدو سره له ۱۳ کلونو وروسته د امرىکا د تارىخ تر ټولو اوږده جګړه په مسوولانه ډول پاى ته ورسېده. د امرىکا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، په افغانستان کې د ناټو د جنګي مامورىت له ختمېدو سره له ۱۳ کلونو […]

نویسنده: TKG
8 مرغومی 1393
بارك اوباما: د امرىکا د تارىخ تر ټولو اوږده جګړه په مسوولانه ډول پاى ته ورسېده

د امرىکا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، په افغانستان کې د ناټو د جنګي مامورىت له ختمېدو سره له ۱۳ کلونو وروسته د امرىکا د تارىخ تر ټولو اوږده جګړه په مسوولانه ډول پاى ته ورسېده. د امرىکا جمهوررئيس بارک اوباما وايي، په افغانستان کې د ناټو د جنګي مامورىت له ختمېدو سره له ۱۳ کلونو وروسته د امرىکا د تارىخ تر ټولو اوږده جګړه په مسوولانه ډول پاى ته ورسېده.
اوباما تېره ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموريت د بشپړېدو هرکلی کوي.
د اوباما تر څرګندونو مخکې تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ځواكونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل د ناټو د جنګي ماموريت د پاى ته رسولو په مراسمو كې وويل، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت به مرسته وکړي، چې افغان ځواكونه له شته ننګونو خلاص او وکولای شي د جګړې ګټونکي و اوسي.
د افغان جمهوررئيس د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په يادو مراسمو كې له ناټو ځواكونو وغوښتل، چې د افغان پوځيانو روزنې او ملاتړ ته ډ‌ېره پاملرنه وکړي.
د اىن بي سي ټلوىزىون د رپوټ پر بنسټ، د افغانستان په جګړه کې شاوخوا ۲۲۰۰ امرىکايي سرتېري وژل شوي او دا جګړه، چې په ۲۰۰۱ كال كې پىل شوه، امرىکا ته په ۱ ترىلىون ډالرو تمامه شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې په افغانستان كې د ناټو د غوڅ ملاتړ په نوم نوى ماموريت د جنورۍ په لومړۍ نېټه پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA