له هيلو، تمې، وعدو، توقعاتو او د داخلي ټاكنيزو جنجالونو او له نړيوالو سره د لويو مسايلو له حل سره سره هم ۲۰۱۴ كال تر شا غموونكي او درانه ملكي تلفات پرېږدي.
له هيلو، تمې، وعدو، توقعاتو او د داخلي ټاكنيزو جنجالونو او له نړيوالو سره د لويو مسايلو له حل سره سره هم ۲۰۱۴ كال تر شا غموونكي او درانه ملكي تلفات پرېږدي.
په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ماموريت وايي، تمه وه چې سږكال به تلفات كم او د سولې فضا به يو څه حاكمه شي، خو د ۲۰۱۴ كال له پيله د نوامبر تر ۳۰مې د ملكي وژل شویو افغانانو ثبت شوي ارقام له ۳۱۸۸ تنو څخه اوړي.
د ملګرو ملتونو چمتو شوى راپور کاږي چې ۲۰۱۴ میلادي کال د ملکي وګړو د تلفاتو له اړخه له ۲۰۰۵ میلادي کال راوروسته تر ټولو خونړى کال و. د ۲۰۱۴ میلادي کال له جنورۍ د نوامبر تر ۳۰مې نېټې ۶۴۲۹ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي. که چېرې په دغه کال کې د وژل شویو او ټپیانو شمېره سره جمع کړای شي؛ نو د مرګ ژوبلې سطحه تر لسو زرو اوړي.
دا شمېرې ښيي چې د تېر۲۰۱۳ میلادي كال په پرتله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په افغانستان كې د ملكي تلفاتو کچه ۱۹ فيصده زیاته شوې، خو په مجموعي توګه د سږکال وژل شویو وګړو د تلفاتو ګراف د ۲۰۰۱ میلادي کال په نسبت هم لوړی شوی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور په حواله په ۲۰۰۱ میلادي کال په افغانستان کې ۳۱۳۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي، خو سږكال چې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې د پوځي ماموریت ۱۳ كاله پوره كېږي، د وژل شویو افغانانو ګراف ۳۱۸۸ تنو ته لوړه شوی. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په جریان کې ۴۵۰۰ تنه افغان سرتېرو هم سرخوړلی دی.
راپور د ډېری ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو اچولې، دلیل دا په ګوته کوي چې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې یې حملې زیاتې کړې چې په نتیجه کې یې ۷۵ په سلو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بهرني اژانسونه لکه رویټرز بیا د دغې سترګې مرګ ژوبلې علت د افغان ځواكونو او طالبانو تر منځ پر له پسې نښتې او د سړك د غاړې ماينونو چاودنې په ګوته كوي او لیکي: دا لومړى ځل دى چې د ملكيانو د ژوند لپاره سږكال تر ټولو ستر ګواښ و.
هېښوونكې او د تامل وړ خو دا ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشرې جيورجيټي ګاګنون د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې چې په څو ورځو کې به پای ته ورسېږي، له افغانستانه د بهرنيو محاربوي ځواكونو په وتو او په دې درشل كې د ملكي تلفاتو په زياتېدو سخته اندېښنه ښودلې. هغې د خپلو اندېښنو له شريكولو سره سم وړاندوينه كړې چې كه حالات همداسې دوام وكړي شايد په افغانستان كې د جګړې لمنه ژر راټوله نه شي: (( په افغانستان كې د ملكي وګړو حالت بیخي وحشتناك حد ته رسېدلى او د جګړې له كبله وضعيت دومره نازك شوى چې هره شېبه د پراخو ملكي تلفاتو د پېښېدو وېره متصوره ده.))
ګاګنون په كابل كې د ملګرو ملتونو په دفتر كې د جګړې پر ښكېلو غاړو غږ وكړ چې د ملكيانو د ژوند د ژغورلو په خاطر كوټلي ګامونه واخلي، ځكه د هغې په خبره تر ۲۰۰۹ كال راوروسته چې دوى د ملكي تلفاتو ثبت پيل كړى تر اوسه ۱۷۲۵۲ تنو افغانانو په روانه جګړه كې سر ايښى او ۲۹۵۳۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
افغان شنونكي هم د سږني كال تلفاتو اندېښمن كړي او وايي، كه د طالبانو او افغان ځواكونو تر منځ د جګړې اور ژر مړ نه شي؛ نو د دواړو په ټس كې به د قرباني شويو افغانانو شمېر تر دې هم زيات شي.
سياسي شنونکی جواد مختار په دې اړه يو څه خوشبين دى چې د جګړې د سړولو لپاره يو طرف ته د قطر د پروسې د بيا پرانستل كېدو خبره روانه ده او بل لورته ته د هغو وسله والو پر وړاندې حكومت جدي ښكاري چې د پرديو استخباراتي كړيو په لمسه ګډوډئ ته لاره اواروي.
دى وايي، په اوس وخت كې د تلفاتو د مخنيوي تر ټولو اسانه او غوره لاره دا ده چې ښكېلې خواوې پر ولس رحم وكړي او د خبرو مېز ته سره كېني:(( طالبان هېڅ نه مني، خو بيا هم زياته مرګ ژوبله د دوى له بريدونو وروسته رامنځته كېږي، كه رښتيا هم له افغان طالبانو سره د ملت د سر ژغورلو فكر وي؛ نو غوره ده چې دوى د جګړې ډګر وتړي او له افغان حكومت سره د سياسي خبرو دروازه پرانيزي.))
خو د نظامي چارو شنونكى او متقاعد ډګروال شمشېرخان بيا له طالبانو سره د جوړ جاړي كومه رڼايي نه ويني، دى وايي د ملكي تلفاتو د مخنيوي لپاره غوره لاره دا ده چې حكومت خپل ټول امنيتي ځواكونه مجهز او پرمختللي وروزي، تر څو د سړك د غاړې ماينونه پر وخت خنثى، د وسله والو بريدونه تر وخت مخكې شنډ او د بهرنيو استخباراتي كړيو دسيسې د هغوى په كور كې شندې كړي: (( جګړه ځكه روانه ده چې له افغان حكومت سره د دښمن تعريف نشته او د مخالفينو اجنډا معلومه ده چې د كابل تخت به رانړوي؛ نو د دې لپاره كابل ته پكار دي چې ځان وساتي او همسايه غل ونه نيسي، حكومت بايد دفاعي حالت محكم او بريد كوونكى حالت خپل كړي، په دې صورت كې كه جګړه روانه هم وي؛ نو د قوي امنيتي ځواكونو پر مټ به مو د زياتو تلفاتو مخه نيولې وي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


