د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار كرکټ اكاډمۍ الف لوبډلې او كابل كمباينډ اليون ترمنځ د پيل شويو درې يو ورځنيو دوستانه سياليو لومړۍ لوبه ننګرهار کرکټ اکاډمۍ وګټله.
د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار كرکټ اكاډمۍ الف لوبډلې او كابل كمباينډ اليون ترمنځ د پيل شويو درې يو ورځنيو دوستانه سياليو لومړۍ لوبه ننګرهار کرکټ اکاډمۍ وګټله.
په ختیځ کې د کرکټ بورډ ادارې له لورې کلید ته په راستول شوې خبرپاڼې کې راغلي، د دغې لوبې پچه د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ کرکټ لوبډلې مشر کريم خان صادق وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وكړه، چې په ټاکلو ۴۰ اورونو کې يې ۲۳۹ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۴۰ منډو هدف كېښود.
د کابل کمباينډ اليون ونه شواى کړای چې ياد هدف ترلاسه کړي او د ۱۵ منډو په توپير يې دغه لوبه وبايلله.
د خبرپاڼې په حواله دواړه لوبډلې به دوه نورې يو ورځنۍ سيالۍ هم ترسره کوي، چې یوه به یې نن د یکشنبې او بله به یې سبا د دوشنبې په ورځو کې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


