ads

تركيې له داعش سره د اړيكو نيولو راپورنه رد كړل

د ترکیې د صدراعظم مرستیال هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې ترکیې له داعش وسله والې ډلې سره اړیکې نیولي دي. د ترکیې د صدراعظم مرستیال بلند آرینچ رسنیو ته ویلي، داعش ډله له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري او هېواد یې هم د داعش وسله والې ډلې په ضد د ترکیې د صدراعظم […]

نویسنده: TKG
7 مرغومی 1393
تركيې له داعش سره د اړيكو نيولو راپورنه رد كړل

د ترکیې د صدراعظم مرستیال هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې ترکیې له داعش وسله والې ډلې سره اړیکې نیولي دي. د ترکیې د صدراعظم مرستیال بلند آرینچ رسنیو ته ویلي، داعش ډله له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري او هېواد یې هم د داعش وسله والې ډلې په ضد

د ترکیې د صدراعظم مرستیال هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې ترکیې له داعش وسله والې ډلې سره اړیکې نیولي دي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال بلند آرینچ رسنیو ته ویلي، داعش ډله له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري او هېواد یې هم د داعش وسله والې ډلې په ضد ایتلاف کې شامل دی.

نوموړي دغه څرګندونې له یوشمېر کویټي رسنیو سره د لیدنې پر مهال کړي دي.

نوموړي هغه رپوټونه رد کړل، چې داعش وسله والې ډلې له مشرانو سره د ترکیې د نظامي چارواکو لیده کاته ثابتوي.

نوموړي همدا راز وویل، له داعش سره د یوځای کېدونکو اروپايانو د مخنیوي په موخه یې خپلو سرحداتو کې ګزمې ډېرې کړي او تراوسه یې سلګونه هغه کسان نیولي، چې د ترکیې له پولې څخه عراق او سوریې ته اوښتل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA