افغان کابینه باید د سیاسي تعاملاتو ښکار نه شي. هر هغه لوری که دا هڅه وکړي، معنی به يې دا وي چې د یوې مسلکې ادارې پر ځای د صلیقوي او مصلحتي ادارې د جوړولو تکل کوي. هغه څه چې په لومړي سر کې به د افغان ولس باور زيانمنوي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د دې هيواد د پرمختګ مخه ډب کوي.
افغان کابینه باید د سیاسي تعاملاتو ښکار نه شي. هر هغه لوری که دا هڅه وکړي، معنی به يې دا وي چې د یوې مسلکې ادارې پر ځای د صلیقوي او مصلحتي ادارې د جوړولو تکل کوي. هغه څه چې په لومړي سر کې به د افغان ولس باور زيانمنوي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د دې هيواد د پرمختګ مخه ډب کوي.
د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ تر جنجالي انتخاباتو وروسته، د دوو کاندیدانو ترمنځ د سیاسي توافق پر بنسټ د ملي وحدت حکومت له جوړېدو دا دی یوه ورځ کمه درې میاشتې کېږي، خو لا هم یاد حکومت په دې نه دی توانېدلی چې خپله کابینه اعلان کړي. د هرې ورځې او هرې اوونۍ په تېرېدو سره نوی حکومت ژمنه کوي چې ډېر ژر به په دې کار بریالی شي. پر دې ژمنو هفتې تېرې شوي خو بیا هم د کابینې کوم څرک نه لګېږي. په دې موده کې بېلابېل تعبیرونه وشول او هر څوک د خپل تعبیر له مخې يوه خبره راغبرګه کړه.
د دې تعبیرونو له مخې چې ښايي ډېر جدي هم نه وي، د کابینې د غړو پر سر د ولسمشر او اجراييه رییس ترمنځ بحثونه لا هم روان دي او هر یو لوری پر خپل دریځ ولاړ دی. که واقعا خبره همداسې وه، ډېره اندېښمنوونکې ځکه ده چې د اوږدېدو وېره زیاته ده، چې ورسره به هم د حکومت اعتبار ته صدمه رسېږي او هم به د ولس ستونزې ورسره زیاتېږي.
دا سمه ده چې يو شمېر ډلو او مشخصو کسانو د کمپاين پر وخت له جمهور رییس او اجراييه رييس څخه ملاتړ کړی، خو ولس دا په دې معنی نه مني چې هغه ټولې ډلې او اشخاص دې خامخا په حکومت کې ځای په ځای شي. که چېرته دا ټينګار د هغو ډلو او اشخاص له خوا وي او د خپلو فشارونو له کبله د یوې مسلکي اد ارې د رامنځته کېدو مخه نیسي، دا راڅرګندوي چې دوی ته خپلې ګټې د افغانستان او افغانانو تر ګټو لوړې ښکاري او که داسې کسان د فشارونو له لارې پر حکومت ځان تپي، وطن او ولس ته د خدمت هیڅ تمه ترې نه شي کېدای او له هر لوري سره چې ملګری وي، هغه به له ناکامۍ سره مخ کوي.
د کمپاينونو پر وخت هم جمهور رييس او هم اجراييه رییس له ولس سره د مسلکي او کارپوهه کابینې ژمنې کړې وې. د ولس توقع دا ده چې اوس باید په رښتني توګه پر هغو ژمنو عمل وشي. که چېرته دومره ځنډ د همداسې يوې ارادې په هدف کېږي، ولس ورته هرکلی وايي او که چېرته د مصلحت او سلیقې مسایل مطرح وي، د ولس باور زیانمنوي.
د افغان ولس توقع دا ده چې د کابینې د ځنډېدو اساسي علت د افغانستان او افغانان د خدمت لپاره د وړ کسانو د غوره کولو او ټاکلو پر سر وي، که چېرته په همدې بنسټ کومه کابینه رامنځته کېږي، بیا کولای شي چې له لاسه وتلی وخت تر یو بریده جبران کړي او که داسې نه وي نو په راتلونکو پنځو کلونو کې به ولس ګام په ګام اندېښنو کې ژوند کوي او د کوم خاص پرمختګ توقع به يې نه وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


