د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د وسله والې نښتې او هوایي بريد له كبله لسګونه وسله وال وژل شوي دي. د پاكستان پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې جنګي الوتکو تېره شپه د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمې بمبار کړی، چې له كبله یې د
د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د وسله والې نښتې او هوایي بريد له كبله لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
د پاكستان پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې جنګي الوتکو تېره شپه د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمې بمبار کړی، چې له كبله یې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼې زياته كړې، چې په دغه هوایي برید کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او د وسله والو ډیری پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې برید کې د وسله والو د وسلو زیرمې هم له منځه وړل شوي او یو شمېر تونلونه، چې وسله والو به ترې د جګړې پرمهال استفاده کوله هم له منځه وړل شوي.
تر اوسه د پاکستاني طالبانو ډلې د پوځ دغه تازه برید په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې پاکستانۍ رسنۍ وایي لسګونه وسله والو د خیبرپښتونخوا هنګو کې د پوځ په امنیتي پوستو برید کړی.
پاکستاني رسنۍ د پوځ د معلوماتو پر بنسټ وایي، برید د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ شیرین دره کې شوی.
پوځ دعوه کړې، چې په ځوابي برید کې یې شل وسله وال وژلي او یوشمېر نور يې ټپیان کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


