له څه دپاڅه ۳۴ کلونو راپدېخوا د افغان ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی او د مخالفتونو له وجهې تل مخالف لوري هڅه کړې چې حتی ماشومانو ته د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو مخه ونیسي. یو له دغو روغتیایي اسانتیاوو څخه د واکسیناسیونونو د کمپاينو مخه نیول دي.
له څه دپاڅه ۳۴ کلونو راپدېخوا د افغان ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی او د مخالفتونو له وجهې تل مخالف لوري هڅه کړې چې حتی ماشومانو ته د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو مخه ونیسي. یو له دغو روغتیایي اسانتیاوو څخه د واکسیناسیونونو د کمپاينو مخه نیول دي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې دا تجربې ډېرې لیدل شوي او دا رپوټونه ورکړل شوي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د افغان دولت مخالفو وسله والو د ګوزڼ ناروغۍ د کمپاينونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي. سږکال هم دغه اندېښنې موجودې دي. تر ډېره دغه اندېښنه د افغانستان په جنوب په تېره په هلمند کې موجوده ده.
هلمندي ماشومان، چې د افغانستان د نورو سیمو د ماشومانو په پرتله زیات د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ښکار دي، هر کال د نامناسب امنيتي وضعیت له کبله تر ډېره بریده د واکسیناسیون له کمپاينونو بې برخې پاتې کېږي.
د نړۍ په کچه افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چې وګړي يې لا هم د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ښکار دي. د دې ناروغۍ د شتون يوازنی علت په دغو دوو هیوادونو کې پراخه ناامني ګڼل کېږي.
ګوزڼ هغه خطرناکه ناروغي ده چې که په کومه سیمه کې یوه پېښه يې هم موجوده وي، د پراخېدو امکان يې شته دی. له همدې کبله په افغانستان د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د کال په دوو موسمونو پسرلي او مني کې د واکسین پراخ کمپاين ترسره کېږي.
په دوو وروستیو کلونو کې د روغتيايي ادراو له خوا دا ډاډ ورکړل شوی چې دغه ناروغي د کابو کېدو په حال کې ده.
سږکال د ګوزڼ ناروغي د واکسین کولو یو کمپاين په پسرلي کې ترسره او بل يې په مني کې پیل شو. د دې دورې له پیله دا اندېښنه موجوده وه چې ښايي په هلمند کې د نامناسب امنيتي وضعیت له کبله دا پروسه له خنډ و ځنډ سره مخ شي. په تازه رپوټونه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو یو ځل بیا په هلمند کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د واکسیناسیون مخه نیولې ده.
څو میاشتې مخکې هم طالبانو په هلمند کې، چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې پکې په نسبي ډول زیاتې دي، د واکسینساسیون مخه نیولې وه خو وروسته یې واکسیناتوران پرېښودل چې هلمندي ماشومان د ګوزڼ د خطرناکې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
د هلمند مدني ټولنې او د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې طالبانو ګواښ کړی چې د کوچنیانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین مخه به ونیسي.
د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون د مخنیوي لپاره د طالبانو پر اعلان اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې د طالبانو دا کار به د هلمند شاوخوا پنځه لکه ماشومان له واکسینه بې برخې کړي.
نوموړي له طالبانو غوښتي چې په سیمه کې روغتیايي کارکوونکي پرېږدي چې ماشومانو ته واکسین ورکړي.
په همدې حال کې د هلمند د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي هم وايي چې په ولایت کې یې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې لیدل شوي او که طالبان پرېنږدي چې په کلیو کې ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین شي، دا ډول پېښې به نورې هم زیاتې شي.
د دولت د وسله والو مخالفانو دا کړنه له خوار مظلوم افغان سره جفا او له ژوند سره يې لوبه ده. افغان دولت که د خپلو مسوولیتونو له مخې د افغان ماشومانو د روغتيا د خوندي کولو لپاره هڅې کوي، مخالفان يې هم په داسې حال کې چې پوهېږي دا کمپاين دوی ته کوم تاوان نه اړوي ولې دا هڅه کوي چې د پنځه لکه هلمندي ماشومانو د واکسین مخه ونیسي؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


