د بخښنې نړېوال سازمان يا امنيسټي انترنشنل وايي، د پاکستان دا پرېکړه چې غواړي سلګونه زندانيان اعدام کړي، خواشينونکې ده. دا سازمان وايي، د اسلام اباد دا ګام به د طالبانو پر وړاندې د ملکيانو د ساتنې لپاره هيڅ ګټه ونه رسوي.
د بخښنې نړېوال سازمان يا امنيسټي انترنشنل وايي، د پاکستان دا پرېکړه چې غواړي سلګونه زندانيان اعدام کړي، خواشينونکې ده.
دا سازمان وايي، د اسلام اباد دا ګام به د طالبانو پر وړاندې د ملکيانو د ساتنې لپاره هيڅ ګټه ونه رسوي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير د يکشنبې په ورځ وويل، چې د ترهګرۍ په قضيو کې په اعدام محکوم شوي شاوخوا پينځه سوه کسان به په څو اونيو کې په دار وځړوي.
پاکستان وروسته له هغې دا پريکړه وکړه چې وسله والو تېره سې شنبې په پېښور کې پر يوه ښونځي بريد وکړ او د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون يې ۱۴۱ کسان ووژل.
پاکستاني طالبانو د دغې حملې مسوليت پرغاړه اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


