ads

کندهار کې شنو خونو د بزګرو ګټه ډېره کړې

كندهار په جنوبي حوزه كې د تودې هوا لرونكى او يوازې د  اوړي په موسم كې د سبزۍ او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته به د ژمي په موسم كې هم په دې وتوانېږي چې سبزي د […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1393
کندهار کې شنو خونو د بزګرو ګټه ډېره کړې

كندهار په جنوبي حوزه كې د تودې هوا لرونكى او يوازې د  اوړي په موسم كې د سبزۍ او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته به د ژمي په موسم كې هم په دې وتوانېږي چې سبزي د هېواد نورو ولايتونو ته صادره کړي.

كندهار په جنوبي حوزه كې د تودې هوا لرونكى او يوازې د  اوړي په موسم كې د سبزۍ او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته به د ژمي په موسم كې هم په دې وتوانېږي چې سبزي د هېواد نورو ولايتونو ته صادره کړي.

د كندهار د بزګرو د خولې خبره ده چې پخوا به یې سبزي د ژمي په موسم كې له كوټې او چمن څخه رااړوله، خو اوس دغه واردات بند شوي دي. كندهاريان وايي، خوشاله دي چې اوس د پاكستاني خوسا شويو تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سبزي كورونو ته وړي.

خالد احمد كندهار ښار ته د خپلې وطني تركارۍ په اخستلو پسې راوتى. دى وايي په دې خوشاله دى چې وطنوال يې د سبزيجاتو په برخه كې د بسيا كېدو پرخوا روان دي:(( پخوا به يې خوسا شوې سبزۍ له پاكستانه راوړله، موږ مجبور وو چې ویې پېرو، خو اوس د شنوخونو له بركته بادرنګ، بېنډۍ، بانجان او روميان په ژمي كې هم ترلاسه كېږي.))

شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره د سبزيو پر كوريو له پلاستيكه جوړېږي، اوس د كندهاريانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي چې ټول هېواد ته وخت په وخت كرنيز حاصلات ورسوي. په كندهار كې د يوې شنې خونې مسوول حاجي عبدالسلام وايي، د شنو خونو طرحه يې له پاكستانه راوړې، خو ګټه يې پر کلي او کور سربېره ټولو خلکو ته رسېږي.

دى وايي، د ده شنه خونه پخوا په كندهار كې د ګوتو په شمېر خونو كې راتله، خو اوس خوشاله دى چې نورو خلكو هم له دوى څخه الهام اخستى او د خپل كورني اقتصاد د ودې لپاره یې شنې خونې جوړې کړې دي:((پخوا موږ دا پلاستیکي خونې نه پېژندلې، اوس نوي ورسره بلد شوي يو او سبزي يې هم ښه خوند لري.))

د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي د خلکو د دغه ابتکار ستاینه کوي او وايي چې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر احمدشاه وايي چې دم ګړۍ د دغه ولایت په ارغنداب، ژېړۍ او ډنډ ولسواليو كې د شنوخونو بازار تود دى، خو په خبره یې ډېر ژر به دغه پروګرام د ځینو موسسو په مرسته نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي: (( دلته د شنو خونو په جوړولو کې ځینو موسسو همکاري کړې او كوچنۍ كوچنۍ شنې خونې يې خلكو ته جوړې کړې دي، خلك هم هڅېدلي چې دې كاروبار ته مخه كړي، موږ اوس په دې لټه كې يو چې د يو شمېر موسسو پام دې ابتکار ته راواړوو.))

روشن زياتوي چې په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي. د روشن په خبره په كندهار كې د شنو خونو دودېدو د پاكستان له بازارونو څخه د سبزيجاتو اړتيا هم كمه كړې ده:(( له شنوخونو څخه په دوو ورځو کې یوازې دوه نیم یا درې ټنه بادرنګ لاس ته راځي، نور سبزيجات خو لا پر ځاى پرېږده. موږ خلك دې ته هڅولي چې له شنوخونو څخه کار واخلي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA