ads

د افغانانو اقتصاد سلګۍ وهي

څو ورځې وروسته له افغانستانه د محاربوي نړيوالو ځواكو د وتلو رسمي لړۍ پيلېږي، خو له كابيني پرته د نوي حكومت فعاليت، د بېكارۍ د كچې لوړېدا او د افغانانو د كورني اقتصاد خراب وضعيت هغه څه دي چې له خلكو سره يې د راتلونكې په  اړه جدي پوښتنې راولاړې كړې دي. څو ورځې وروسته […]

نویسنده: TKG
1 مرغومی 1393
د افغانانو اقتصاد سلګۍ وهي

څو ورځې وروسته له افغانستانه د محاربوي نړيوالو ځواكو د وتلو رسمي لړۍ پيلېږي، خو له كابيني پرته د نوي حكومت فعاليت، د بېكارۍ د كچې لوړېدا او د افغانانو د كورني اقتصاد خراب وضعيت هغه څه دي چې له خلكو سره يې د راتلونكې په  اړه جدي پوښتنې راولاړې كړې دي.

څو ورځې وروسته له افغانستانه د محاربوي نړيوالو ځواكو د وتلو رسمي لړۍ پيلېږي، خو له كابيني پرته د نوي حكومت فعاليت، د بېكارۍ د كچې لوړېدا او د افغانانو د كورني اقتصاد خراب وضعيت هغه څه دي چې له خلكو سره يې د راتلونكې په  اړه جدي پوښتنې راولاړې كړې دي.

د ګلوب نړيواله موسسه چې له ۲۰۰۸ میلادي كال راپدېخوا په افغانستان كې فعاليت كوي، د بهرنيو ځواكونو د وتو په درشل كې د افغانانو د ژوند پر څرنګوالي يوه سروې كې ويلي چې د دغو خلكو ژوند او اقتصاد د خرابېدو پر خوا روان دى.

دا موسسه د خپلو موندنو په استدلال زياتوي چې د افغانانو ژوند سږ ۲۰۱۴ كال د ۲۰۱۳ د خراب وضعيت په پرتله لا پسې خراب شوى دى.

د ګلوب سروې كوونكې ډلې ته په زرو كسانو كې د هرو لسو پوښتل شويو كسانو له ډلې شپږو چې عمرونه يې له ۱۵ كلنۍ لوړ دي، ويلي چې ژوند يې خورا تريخ پړاو ته رسېدلى دى.

ګلوب چې له ۲۰۰۵ كال راهيسې په ټوله نړۍ كې سروېګانې كوي، وايي چې تر افغانستانه د يو هېواد وضعيت هم بد نه و.

دا موسسه په خپلو څېړنو كې وايي، د افغانستان د كليوالي سيمو خلك چې د ټول هېواد د نفوس درې پر څلورمه يا ۶۳ فيصده برخه تشكيلوي، دا مهال له خورا سخت ژوند سره مخامخ دي: (( داسې نه ده چې په لويو ښارونو كې ژوند جوړ او ښه روان دى،  بلكې د هغه ځاى د خلكو ستونزې ۴۹ سلنه سخت پړاو ته رسېدلي دي.))

دې موسسې ته اكثره پوښتل شويو كسانو دا هم ويلي چې تېر كال يې د ډوډۍ د اخستلو توان نه درلود او هغه چې له ښارونو لرې پراته دي د ښوونځيو، روغتيا او سړكونو د خرابوالي له ستونزې سره مخامخ و.

د امنيت خرابېده او بېكاري

ګلوب موسسه د خپلو څېړنو له مخې وايي، په داسې حال كې چې د  افغانستان د امنيت او ثبات په مسئله كې له ۱۳ كلنې جګړې وروسته بهرني محاربوي ځواكونه په وتو دي، دې لور ته ناامنۍ هم افغان ځوانان د خپل  کار او روزګار په اړه سخت اندېښمن كړي دي.

ځوانانو ويلي، له انتخاباتي كړكېچه رانيولي تر اوسنيو ناامنيو يې د روزګار او كورنيو اقتصادي حالت د صفر خوا ته روان دى.

د كابل په سینمای پامیر کې سلګونه ځوانان د کار د موندلو لپاره ناست وي. شیرخان یو له دغو زلمیانو څخه دی. نوموړی چې له بې روزګارۍ سخت په تنګ شوی، وايي چې د نوي حکومت په جوړېدو هیله من و چې د بېكارۍ تبه وشلېږي، خو اوس يې د كابينې د ځنډ او ناامنيو د زياتېدو له كبله دا هيلې هم په خړو اوبو لاهو شوي:(( وروره انتحاريان چې زيات شوي، زموږ كارونه هم ورك شوي، وضعيت يو څه ښه شوى و، خو اوس بيا د توكو بيې له  اسمان سره خبرې كوي، له دې چوك څخه د اوونۍ ۲۰ مزدوران هم كار ته نه وړل كېږي، خو له دې ټولو څخه په كور كې ناست خلك ډوډۍ غواړي.))

په شهزاده سراى كې ناست صراف مجيد احمدزاده هم وايي چې د اسعارو بيې كټ مټ هماغه حالت ته رسېدلي چې د انتخاباتي كړكېچ پر مهال وې:(( يو ډالر ۵۵ افغانيو ته راښكته شوى و، خو اوس بېرته ۵۸ ته تللى، سږ كال ما دومره ګټلې نه دي لكه څومره چې مې په تاوان ايښې دي، حيران يو چې كه څو مياشتې نور هم حالت دغسې دوام وكړي، كور ته به څه وړو؟))

اقتصادي وضع عمومي ټيټه شوې

داسې ښكاري چې د عامو خلكو د اقتصادي وضعيت د خرابوالي تر څنګ د دولت اقتصادي وده هم له خطر سره مخ ده، ځكه نړيوال بانك څو ورځې وړاندې په يو راپور كې وويل، له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲ میلادي کاله پورې د افغانستان اقتصادي وده د پام وړ وه، خو له هغې وروسته يې ټول اقتصادي پرمختګونه ټكني شوي دي.

په دغه راپور كې راغلي چې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۲ میلادي کاله پورې د افغانستان د اقتصادي ودې منځنۍ كچه ۹ اعشاريه ۴ فيصده لوړه وه، خو د ټاكنيزو، امنيتي او يو شمېر نورو ستونزو له كبله دغه وده په ۲۰۱۳ كال كې ۳ اعشاريه ۷ فيصدو ته راښكته شوه او په ۲۰۱۴ كال كې بيا ان بيخي په ۱ اعشاريه ۵ فيصدو ودرېده.

د دې ګراف د ښكته راتلو ستر علت دا ښودل شوى چې وروستيو ټاكنيزو لانجو پانګه وال په افغانستان كې له پانګونې سخت زړه توري كړل او ان زياترو خو يې بېرته له افغانستانه د خپلو سرمايو د  ايستلو نيت وكړ.

نړيوال بانك زياته كړې چې په مالي سكټور كې د عوايدو كمښت، د مالي خلا زياتوالى، د دولت په خزانه كې د نقدو پيسو راټيټېدل او د نا وركړل شويو پورونو د ګراف لوړېدل هم هغه څه دي چې د مالي بحران په اوږدېدو كې يې پوره رول لوبولى دى.

سرچينه همدا راز وايي چې سږ كال د دولت د ناخالص كورني توليد عوايد هم له۷ اعشاريه ۸ فيصدو پورته ونه ختل، په داسې حال كې چې دا كچه په ۲۰۱۱ كې د ۶ او ۱۱ فيصدو تر منځ وه.

 

د اقتصادي ستونزو د غټېدو خطر

د ملګرو ملتونو ټولنيز صندوق د ډسمبر په نهمه يو راپور خپور كړ چې په كې ويل شوي، تر راتلونكو پنځو كلونو به افغانستان ۴ مليونه د كار په شرايطو پوره ځوانان ولري. دغه سازمان ويلي، تر راتلونكو ۴۰ كلونو به د افغانستان د حكومت لپاره ۳ مليونه د كار په شرايطو پوره ځوانان سرخوږى وي او د ژوند د بقا لپاره به كار ترې غواړي.

د ملګرو ملتونو د ټولنيز صندوق مشره مېرمن انيت ساكس رابرټسن د دغه راپور له خپرولو سره سم پر افغان حكومت غږ وكړ چې دوى ته د ښه كار پيدا كولو او روزنيزو پروګرامونو په لاره اچول بايد د افغان حكومت په لومړنيو ګامونو كې وي.

نوموړې ويلي، هر كال په دومره لوى شمېر د ځوانانو درلودل يو ملت ته هم د فرصت يو چانس كېداى شي او هم د كار د نه پيدا كېدو په صورت كې په لوى ګواښ بدلېداى شي:(( د د دغو ځوانانو روزنه، پالنه، د استعدادونو پياوړي كول او ورته د ښو او مناسبو كارونو پيدا كول د هېواد د پراختيايي چارو د توسعې لپاره ډېر ګټور تمامېداى شي، خو كه دا ونه شي، بېرته د دغو ځوانانو فقر او بې كاري هم يو ستر ګواښ دى.))

په دغه راپور كې ذكر شوي چې اوسمهال په ځوانانو كې د باسوادۍ كچه ۶۲ فيصده او په نجونو كې ۳۲ فيصده ده، خو دواړه ډلې د كار د نه پيدا كېدو او خراب اقتصادي وضعيت له كبله په ستونزه كې ګېر دي.

اقتصادي وضعيت به ښه شي؟

افغان حكومت وايي، د ځوانانو او خپلو خلكو لپاره كارموندنه يې لومړيتوبونو كې راځي، خو دوى تر دې دمه يوازې د لويو مالي تمويلوونكو په تمه وو چې له ۲۰۱۴ كال وروسته له افغانستان سره په كومو برخو كې د ملاتړ او مرستې سينه ډبوي؟

د كانونو  او پټروليم وزارت وياند رفيع صديقي وايي، د افغان دولت او خلكو لپاره د اقتصادي ودې تر ټولو ښه زمينه د كانونو په راايستنه كې ده او حكومت اوس په هڅه كې دى چې د افغانستان په خاوره كې د ګڼو كانونو په تېره د  نفتو را ايستلو ته زمينه برابره كړي.

دى وايي، همدا اوس هم د شمالي سيمې سرپل په قشقري سيمه كې د نفتو د  استخراج چارې روانې دي چې سلګونه ساتونكو او ځايي اوسېدونكو ته په كې د كار زمينه برابره شوې ده: (( د دې استخراج چارې د وطن ګروپ په لاس كې دي او د امو سيمې د نفتو د چاڼ مسووليت هم د چين ملي پټروليم شركت ته وركول شوى.))

دى وايي، وزارت يې اوسمهال په دې لټه كې دى چې افغاني كادرونه خارج ته د مسلكي زده كړو لپاره واستوي او دلته ورته بېرته په خپل هېواد كې د كار كولو او ژوند تېرولو زمينه مساعده كړي: (( اميدواره يو چې د افغانستان د نفتو زېرمې به زموږ د افغانانو ژوند له يوې مخې بدل او هوسا كړي.))

خو د اقتصادي چارو كارپوه او د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد استاد عبدالرحمن درد بيا وايي، دا سمه ده چې د افغانستان طبيعي زېرمې د افغانانو د هوساينې لپاره كفايت كوي، خو په خبره يې دا لاره ډېره اوږده او له خطرونو هم ډكه ده.

دى زياتوي، حكومت دې د خلكو او كورنيو د اقتصادي ودې لپاره زراعتي سيسټم پياوړى كړي او نور هغه پروګرامونه هم بايد عملي كړي چې په لنډه موده كې يې له مخې افغانانو ته د ژوند تېرولو وړ روزګار پيدا كېداى شي: (( تر هغې چې د سيمې په كچه اقتصادي رقابتونه او سيالۍ د  تاوتريخوالي په بڼه روانې وي، د افغانستان د كانونو استخراج زيات امكان نه لري، كه زموږ سره رښتيا هم د خلكو د ژوند غم وي، دوى ته بايد د لنډ مهال پروګرامونه پلي كړو.))

دا په داسې حال كې ده چې جمهور رئيس اشرف غني د نوي حكومت د فعاليت له پيل سره سم چين، نيپال، سعودي، اذربايجان، پاكستان او لندن ته د تودو سفرونو په ترڅ كې د هېواد د اقتصادي پياوړتيا د يو نوي باب د پرانستل كېدو په اړه خوشبيني څرګنده كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA