د امريكا جمهوررييس بارك اوباما وايي، دى به تر خپلې وسې هڅه وكړي، چې د ګوانتانامو زندان وتړل شي. نوموړى وايي، د دغه زندان شتون د نړۍ په كچه د افراطيت د زياتوالي لامل ګرځي او په وينا يې دغه زندان د دوى د ارزښتونو خلاف هم دى.
د امريكا جمهوررييس بارك اوباما وايي، دى به تر خپلې وسې هڅه وكړي، چې د ګوانتانامو زندان وتړل شي.
نوموړى وايي، د دغه زندان شتون د نړۍ په كچه د افراطيت د زياتوالي لامل ګرځي او په وينا يې دغه زندان د دوى د ارزښتونو خلاف هم دى.
بارك اوباما وايي، په دې زندان كې اوس له ۱۵۰ تنو كم زندانيان پاتې دي، چې په وينايې، له يادو زندانيانو څخه به هغه كسان چې دوسيې يې بشپړې شوې خوشې او يا به يې خپلو هېوادونو ته وسپاري.
نوموړى وايي: ((د دغو زندانيانو په منځ كې داسې كسان هم شته، چې خطرناكې دوسيې لري او اوسمهال هم ګواښ ګڼل كيږي، خو موږ اړيو ترڅو دغه زندان وتړو.))
دا مهال په ياد زندان كې ۸ افغانان د بند شپې ورځې تېروي.
د يادولو وړده، چې څو ورځې وړاندې څلور افغانان له ياد زندانه راخلاص او كابل ته راوليږدول شول، خو لا هم ۸ افغانان زندانيان په دغه زندان كې شپې ورځې تېروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


