د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په تازه هوایی بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ برید د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه كې پر یوه کور شوی.
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په تازه هوایی بریدونو کې شپږ تنه وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ برید د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه كې پر یوه کور شوی.
ویل کیږي پر یاد کور څلور توغندي ویشتل شوي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې په وژل شويو کې د پاکستاني طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي.
دوی وایی یو وژل شوی قوماندان هغه دی، چې تېره سه شنبه یی د پیښور په یو ښوونځي برید تنظیم کړی و.
تر اوسه خپلواکو سر چینو د پاکستان دغه ادعا نه ده تایید کړې او نه هم پاکستانیو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


