ads

د مس عینک پروژه لاهم بې برخلیکه ده

مس عينک د تېرو ديارلسو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو لويه پروژه بلل کېده چې د کيندلو چارې يې یوې چينايي کمپنۍ پر غاړه اخستې، خو  عملا یې کار د اټکل خلاف ټکنی روان دی.     مس عينک د تېرو ديارلسو کلونو په اوږدو کې د افغانستان […]

نویسنده: TKG
29 لیندۍ 1393
د مس عینک پروژه لاهم بې برخلیکه ده

مس عينک د تېرو ديارلسو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو لويه پروژه بلل کېده چې د کيندلو چارې يې یوې چينايي کمپنۍ پر غاړه اخستې، خو  عملا یې کار د اټکل خلاف ټکنی روان دی.

 

 

مس عينک د تېرو ديارلسو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو لويه پروژه بلل کېده چې د کيندلو چارې يې یوې چينايي کمپنۍ پر غاړه اخستې، خو  عملا یې کار د اټکل خلاف ټکنی روان دی.

ځايي چارواکي وايي چې په کان کې لرغوني اثار او د پخوانيو جګړو پاتې شونې او ناچاوده توکو د کاريګرو پر وړاندې خنډونه رامنځته كړې دي.

د کانونو وزارت چې د پخواني جمهور رئيس حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د چينايي MCC کمپنۍ سره قرارداد وکړ، ټاکل شوې وه چې د دې کان د سروې، د ناچاوده توکو او تاريخي اثارو د تصفيې چارې باید په درې کلونو کې پای ته ورسېږي او د کیندلو چارې یې پیل شي، خو تر اوسه پورې لا په کان عملا کار نه دی پيل شوی.

د دې کان د کيندلو په چاره کې ځنډ يو لړ اندېښنې له ځان سره لري، خو چارواکي وايي چې په مخ کې يې کومه لويه ستونزه او ننګونه نشته. د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري وايي چې د کان د سروې او تصفيې په چارو کې ځنډ د پخوانيو ناچاودو توکو او تاريخي اثارو له کبله دی:((دلته بل هېڅ ستونزه نشته، يوازې تاريخي اثار چې خورا اوږد شاليد لري او ارزښتمن اثار دي، بايد د کان تر کيندلو وړاندې په مسلکي او فني ډول راوايستل شي او دويم دا چې د تېرو څو لسيزو جګړو ناچاوده توکي لا هم دلته پاتې دي.))

خو تر اوسه پورې له چارواکو سره دا ځواب نشته چې د کان په کيندلو به کله کار پيلېږي او تصفيه به يې څومره وخت نيسي؟ د لوګر د ولايتي شورا غړی ډاکتر عبدالولي وکيل بيا وايي، د کان د کيندلو په چارو کې د چينايي کمپنۍ سياسي فعاليتونه د ځنډ باعث دي. دی وايي، د سيمې امنيت په بشپړ ډول د ډاډ وړ دی، خو کمپنۍ په کار کې اخلاص نه کوي: ((تاسې وګورئ چې له امنيتي پلوه سيمه په بشپړ ډول ډاډمنه ده، مګر دلته چينايي کمپنۍ په نورو چارو بوخته ده.))

دمګړۍ لسګونه کاریګر او بهرني انجنیران د کان د سروې او تصفيې په چارو بوخت دي. افغان کاريګر په خپلو څرګندونو كې وايي چې لسګونه تاريخي اثار يې له کانه ايستلي او ملي موزيم ته يې سپارلي دي. يو تن چې بېلچه يې په لاس کې وه او خپل نوم یې شاه ولي وښود، وویل:(( کمپنۍ يو څه بې غوره ده، موږ له تېرو څو مياشتو را په دې خوا تنخوا نه ده اخستې.)) نوموړی وايي چې مسو عینک د پلټنې پرمهال یې  بتان، طلا، سکې، پخواني لوښي او چاودېدونکي توکي موندلي دي.

د کان په ساحه کې د يو بت سر ښکاري او ځينې برخې يې د زمانې بهير ترې بېلې کړې دي، سر ته يې يو کاريګر ولاړ دی او په اړه يې وايي:(( تېر کال مو يوازې ۲۸ مجسمې را وايستې، هره ورځ يو تاريخي اثر مومو، کله سکې وي، کله طلا وي، کله پخواني لوښي.))

د لوګر د عينکو د مسو کان د هېواد په کچه پام وړ طبيعي زېرمه ده چې د کابل او لوګر تر منځ د لوګر اړوند په شمال ختيځه څنډه کې موقعيت لري، پخوا يې امنيتي وضعيت د کان کيندلو پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه بلل کېده، خو اوس چې امنيتي وضعيت ښه شوی دی او امنيتي ارګانونو د دې کان اهميت ته په کتو خپل تدابير زيات کړي؛ بیا هم د دغه کان د کیندلو عملي چارې ځنډېږي. د كليد اوونيزې خبريال هڅه وکړه چې د دې کان د قراردادي کمپنۍ د مسوولينو نظر هم واخلي، خو بريالى نه شو.

دا کان چې د لوګر ولايت په شمال ختيځه څنډه کې پروت دی، قرارداد يې څو کاله وړاندې له يوې چيناييMCC  کمپنۍ سره وشو، د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې د دې کان د قرارداد په اساس چنيايي کمپنۍ بايد افغان حکومت ته د کيندلو د مودې په هر کال کې له درې تر څلورسوه ملیونه امريکايي ډالر ورکړي وای. همدارنګه په قرارداد کې د مسو او وسپنې د ويلي کېدو د فابريکو جوړېدل، د هېواد شمالي ولايتونه او تورخم د رېل ګاډي په پټلۍ نښلول او د حرارتي برېښنا فابريکې جوړول هم شامل وو.

ويل کېږي چې په دې کان کې ۱۵ مليونه ټنه وسپنه، مس او کم اندازه زر موجود دي چې د افغانستان د طبيعي زېرمو يوه لویه برخه تشکيلوي.  د دې تر څنګ د لرغونپوهانو په نظر د لوګر د عينکو د مسو کان د اتمې ميلادي پېړۍ سلګونه تاريخي اثار خوندي ساتلي چې د افغانستان د ملي موزيم د بډاينې لپاره ښه سرچينه بلل کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA