د کابينې ځنډول، لا نور د هیواد پر امنيت او اقتصاد ژور منفي اغېز ښندلای شي. دا دی درې میاشتې ووتې خو لا هم د ملي وحدت حکومت رهبري نه ده توانېدلې چې خپله کابینه جوړ او اعلان کړي. دې چارې د هیواد پر امینت او
د کابينې ځنډول، لا نور د هیواد پر امنيت او اقتصاد ژور منفي اغېز ښندلای شي.
دا دی درې میاشتې ووتې خو لا هم د ملي وحدت حکومت رهبري نه ده توانېدلې چې خپله کابینه جوړ او اعلان کړي. دې چارې د هیواد پر امینت او اقتصاد منفی اغېز کړی او ګڼ خلک شکایت کوي چې له دې کبله په دولتي ادارو کې يې چارې له خنډ و ځنډ سره مخ کېږي.
په پیل کې د ملي وحدت حکومت ویل چې يو شمېر وړ او مسلکي کسان به د وزیرانو په توګه يو کمیسیون ته ورپېژندل کېږي او بیا به دغه کمیسیون ترټولو وړ کسان غوره کوي او هغوی به د اعتماد رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي. خو داسې ښکاري چې په ملي وحدت کې سره ګډ لوري تر دې دمه کومې نهايي پرېکړې ته نه دي رسیدلي او کابینه له یوې بلې اوونۍ ته ځنډول کېږي.
که څه هم ولس غواړي چې ډېر وړ، مسلکي او د افغانانو او افغانستان په نسبت خواخوږي کسان د چارو په سر کې راشي، خو د خپل ورځني ژوند د چارو له ټکني کېدو سره د کابينې د خنډېدو اندېښنه يې ځوروي.
په لومړيو کې د ټولو وزارتونو وزیران او د ټولو ولایتونو والیان سرپرستان شول، دې خبرې دا امید پیدا کړ چې ډېر ژر به نوی حکومت خپله کابینه اعلانوي، خو دا دی د ولسي جرګې د فشار او قانوني خنډونو له مخې دوه هفتې کېږي چې سرپرست وزیران هم کورونو کې کيناستل او معینان يې چارې رهبري کوي او د کابینې اوازې له یوې بلې اوونۍ ته نوې کېږي. د کابينې ځنډېدل په پراخه کچه پوښتنې او اندېښنې رامنځته کړې او د ځينو غبرګونونو د رامنځته کېدو سبب شوي دي.
د شنبې په ورځ ولسي جرګې حکومت ته یوه اوونۍ وخت وټاکه چې خپله کابینه ورته معرفي کړي. د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي نن په ولسي جرګه کې دا موضوع په جدي توګه مطرح کړه او له نوي حکومته يې وغوښتل چې په یوه اوونۍ کې دې خپله کابینه بشپړه او ولسي جرګې ته د اعتماد رايې د ترلاسه کولو لپاره وروپېژني، پرته له دې به ولسي جرګه په دې برخه کې خپلې پرېکړې ولري.
ولسي جرګه په داسې وخت کې حکومت ته د کابینې په اړه ضرب الاجل ټاکي چې د خیبر پښتونخوا حکومت ټولو افغان کډوالو ته د وتلو ګواښ کړی او له بل لوري د هيواد په یو شمېر سیمو کې امنيتي وضعیت خراب دی او هره ورځ د یوې سختې امينتي پېښې رپوټ ورکول کېږي، چې ، په هغو کې د کنړ د دانګام ولسوالۍ خراب امنيتي وضعیت دی او ویل کېږي چې د دولت وسله والو مخالفانو د سیمې يو شمېر کورنۍ یرغمل نیولي او ګواښ يې کړی چې باید د دې کورنیو نارینه يې ملګري شي.
د هیواد د امینتي او اقتصادي وضعیت د کابو کولو لپاره د کابینې ژر ترژره جوړول او د نويو وزیرانو په دندو بوختېدل هغه څه دي چې کولای شي تر ډېره بریده د دې ستونزو مخه ونیسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


