ads

پېښور كې پر ښوونځي د وسله والو بريد په نړيواله كچه وغندل شو

د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور کې پرون پرښوونځي د وسله والو بريد چې په ترڅ كې يې ۱۳۲ زده كوونكي ووژل شول په نړيواله كچه وغندل شو. دغه ۷ ساعته ډله ييز بريد پرون سهار شاوخوا ۱۰ بجې ورسك سړك ته څېرمه د پوځ د ماشومانو پر يوه ښوونځي ترسره شو، چې په ترڅ كې […]

نویسنده: TKG
26 لیندۍ 1393
پېښور كې پر ښوونځي د وسله والو بريد په نړيواله كچه وغندل شو

د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور کې پرون پرښوونځي د وسله والو بريد چې په ترڅ كې يې ۱۳۲ زده كوونكي ووژل شول په نړيواله كچه وغندل شو. دغه ۷ ساعته ډله ييز بريد پرون سهار شاوخوا ۱۰ بجې ورسك سړك ته څېرمه د پوځ د ماشومانو پر يوه ښوونځي ترسره شو، چې په ترڅ كې يې د ۱۳۲ زده كوونكو په ګډون ۱۴۱ تنه ووژل شول او لږ ترلږه ۱۲۱ تنه ټپيان شوي هم دي.

 

د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور کې پرون پرښوونځي د وسله والو بريد چې په ترڅ كې يې ۱۳۲ زده كوونكي ووژل شول په نړيواله كچه وغندل شو.

دغه ۷ ساعته ډله ييز بريد پرون سهار شاوخوا ۱۰ بجې ورسك سړك ته څېرمه د پوځ د ماشومانو پر يوه ښوونځي ترسره شو، چې په ترڅ كې يې د ۱۳۲ زده كوونكو په ګډون ۱۴۱ تنه ووژل شول او لږ ترلږه ۱۲۱ تنه ټپيان شوي هم دي.

پاكستاني چارواكي وايي، بريد كوونكي اووه تنه وو او په عربي ژبه يې خبرې كولې، خو دوى يې د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف پېښور ته د سفر پر مهال د دې پېښې له كبله درې ورځنى ملي ماتم اعلان کړى دى.

نواز شريف تېره ورځ په پېښور كې خبريالانو ته وويل، چې ترهګرو د پاكستان راتلونكى په نښه كړ.

د هغه په وينا، دا ډول بريدونه به د ترهګرۍ پر وړاندې د دوى د مبارزې مخه ونه نيسي.

نوموړي زياته كړه، چې په شمالي وزيرستان كې به يې پيل شوي عمليات د وروستي ترهګر تر وژلو پورې دوام وكړي.

دى وايي، ((دا جګړه او مبارزه به ترهغې پورې دوام وكړ، ترڅو چې د ترهګرۍ ريښې په بشپړ ډول زموږ له هېواده ايستل شوې نه وي.))

جمهوررئيس اشرف غني، د امريكا جمهوررئيس، د امريكا د بهرنيو چارو وزير، د هند لومړي وزير، د تركيې جمهوررئيس، د ملګرو ملتونو عمومي منشي او يو شمېر نورو مشرانو هم دا پېښه په كلكه غندلې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانكي مون دا يوه بوږنوونکې پېښه وبلله او ويې ويل، ټوله نړۍ پرې دردېدلې ده.

بانكي مون ((زه دغه ډارن عمل په سختو ټكو غندم. هېڅ شى دغسې وحشيانه عمل نشي توجېه کولای.  هېڅ غم د دغه وحشت پلمه نه شي کېدای. دا د وحشت يو عمل او پر بېوسو ماشومانو د زده کړې په وخت يو ډارن بريد دى.))

په پېښور كې پر ښوونځي د وسله والو د بريد له كبله د هند لومړي وزير د خپل هېواد په ټولو ښوونځيو كې د دوو دقيقو چوپتيا غوره كولو او د تركيې جمهوررئيس د يو ورځني ملي ماتم اعلان كړى دى.

پاکستاني طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او د دوى وياند محمد عمر خراساني رسنيو ته ويلي، دا بريد يې په شمالي وزيرستان او خيبر اېجنسۍ کې د پاکستاني پوځ له خوا د پيل شويو عملياتو په غبرګون کې ترسره کړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA