د خیبر پښتونخوا مركز پېښور ښار كې پر يوه نظامي ښوونځي د وسله والو طالبانو بريد كې د ۱۳۲ زده كوونكو په ګډون ۱۴۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۲۱تنه ټپيان شوي دي.
د خیبر پښتونخوا مركز پېښور ښار كې پر يوه نظامي ښوونځي د وسله والو طالبانو بريد كې د ۱۳۲ زده كوونكو په ګډون ۱۴۱ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۲۱تنه ټپيان شوي دي.
دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د خیبر پښتونخوا ورسک روډ ته څېرمه پیل او تر اوسه دوام لري.
پاكستاني چارواكو، ياده پېښه غندلې او له كبله يې په ټول هېواد كې درې ورځنی ماتم اعلان کړی دى.
د خیبرپښتونخوا ایالتي وزیر شاه فرمان ویلي، د پوځ عملیات دوام لري، تر څو وسله وال له منځه یوسي.
د رپوټونو له مخې شپږ بريدګر دغه ښوونځي ته ننوتي، چې یوه بریدګر يې ځانته چاودنه ور کړې، ۴ يې د امنیتي سرتېرو لخوا وژل شوي او يو يې لا هم مقاومت كوي.
په ورته وخت کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف اعلان کړی، چې د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو سره د غمرازۍ په موخه پیښور ته ور ځي.
د دغه بريد پړه د پاكستانيو طالبانو تحريك پرغاړه اخيستې.
د همدې ډلې وياند محمد عمر خراساني د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه بريد يې په شمالي وزيريستان كې د پاكستان پوځ د ضرب غضب او خيبرپښتونخوا كې د خيبرون عملياتو په غبرګون كې كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

