ads

د افغانستان نیم نفوس وزګار دی

د كارګرو ملي اتحاديه وايي چې په هېواد كې د وروستيو څو مياشتو ناامنۍ د بېكارۍ كچه په اندېښمنوونكي ډول لوړه كړې او كه حكومت ژر تر ژره د كابينې په اعلانولو، روانو ستونزو ته د پاى ټكى كېنږي، ښايي پايلې يې د خلكو د اقتصاد لپاره ناوړه وي. د كارګرو ملي اتحاديه وايي چې […]

نویسنده: TKG
25 لیندۍ 1393
د افغانستان نیم نفوس وزګار دی

د كارګرو ملي اتحاديه وايي چې په هېواد كې د وروستيو څو مياشتو ناامنۍ د بېكارۍ كچه په اندېښمنوونكي ډول لوړه كړې او كه حكومت ژر تر ژره د كابينې په اعلانولو، روانو ستونزو ته د پاى ټكى كېنږي، ښايي پايلې يې د خلكو د اقتصاد لپاره ناوړه وي.

د كارګرو ملي اتحاديه وايي چې په هېواد كې د وروستيو څو مياشتو ناامنۍ د بېكارۍ كچه په اندېښمنوونكي ډول لوړه كړې او كه حكومت ژر تر ژره د كابينې په اعلانولو، روانو ستونزو ته د پاى ټكى كېنږي، ښايي پايلې يې د خلكو د اقتصاد لپاره ناوړه وي.

دغه اتحاديه له افغانستانه د خارجي ځواكونو وتل، انتخاباتي اوږده كړكېچونه، د كابينې په اعلان كې ځنډ او د ناامنيو زياتوالى هغه څه بولي چې د عامو خلكو په كاروبار يې سخت منفي اغېز كړى دى.

د كارګرانو د ملي اتحاديې رئيس معروف قادري وايي، دم ګړۍ ۱۲ مليونه افغانان د بېكارۍ او کم کارۍ له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، خو دولت يې د ستونزو د حل لپاره هېڅ هم نه دي كړي:(( د رايې اچونې په ورځ زموږ مليونونه كارګر د دې لپاره د رايو صندوقونو ته ولاړل چې نوى رامنځته كېدونكى حكومت به له دوى سره كړې ژمنې عملي كړي، خو ګورو چې ناامنيو اوس له موږ څخه هغه د لاس پخوانۍ ګټه وټه هم تروړلې ده.))

معروف قادري په يوه خبري غونډه كې ټينګار وكړ چې حكومت بايد د دوى ستونزو ته په پام د ژمي تر رارسېدو د مخه خپله كابينه اعلان كړي، تر څو افغان كارګران بېرته په هېواد كې د ژوند كولو څرك وويني.

په كابل كې يو شمېر په ټيټه كچه كارګر هم له يوې مودې راهيسې د بېكارۍ له ستونزې سر ټكوي او اكثرو يې له كليد سره په خبرو كې ويلي، تر اوسه نوى حكومت دوى ته د هيلو هېڅ زېرى نه لري.

احمدضيا له ميدان وردګو ولايت څخه د كار په لټه كابل کې سر وهلى بر وهلى ګرځي، خو په خبره يې دوه اوونۍ كېږي چې ځانته كار نه شي پيدا كولى:(( په كابل كې اوس په يوه اوونۍ كې سل افغانۍ نه پيدا كېږي، يوه ورځ كار وي لس ورځې خوشې ګرځو.))

د يو بل كارګر شكرالله درد هم له احمدضيا سره يو دى، دى وايي، پخوا به يې په يوه اوونۍ كې له زرو زياتې افغانۍ پيدا كولې، خو اوس دوه سوه افغانۍ هم په ډېره خوارۍ پيدا كوي: ((دا اوس چې ناامني زياته شوې هېڅوك كار نه راباندې كوي، مالكان ډارېږي چې وضعيت خراب نه شي.))

احمد بختيار ساحل چې ليسانس او په دولتي ادارو كې يې له تېرو لسو كلونو راهيسې دنده اجرا كړې، وايي له يوې مودې راهيسې پخپله او د ځان په څېر سلګونه نور ځوان هم پېژني چې په ناڅاپي ډول له دندو لرې شوي دي.

دى وايي، په ننګرهار كې د دولتي راډيو ټلويزيون هغې پرېكړې حيران كړ چې له ده سره جوخت يې ۱۰۲ ځوانان له دندې لرې کړل:(( زما نور ملګري هم شته چې ښه معاشونه يې لرل، خو دفترونو يې د ناامنۍ او په هېواد كې د ګډوډۍ له وېرې خپلې بسترې تړلي يا يې هم د بودجې د كموالي له كبله زيات شمېر كارمندان برطرفه كړي.))

بلخوا د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، دا مني چې وروستيو ناامنيو كاروبار ته زيان رسولى، خو په خبره یې دولت هم نه شي كولى چې په لنډه موده كې ورته ستونزې حل كړي.

د دغه وزارت وياند علي افتخاري وايي، د ستونزې د حل لپاره حكومت هڅه كوي چې په لنډه موده كې يو زيات شمېر مسلكي كارګران د ګټې وټې لپاره خارج ته واستوي:(( افغانستان او سعودي عربستان به ډېر ژر يو تړون لاسليك كړي چې له مخې به يې افغان كارګر په سعودي كې د كار اجازه او ويزې ترلاسه كړي، له نورو هېوادونو سره هم دغسې يو څه باندې كار روان دى.))

ده همدا راز د كارګرو هغه شكايتونه رد كړل چې ګواكې حكومت ورته د كاري فرصتونو په برابرولو كې پاتې راغلى. علي افتخاري وايي، په تېرو ديارلسو كلونو كې حكومت په خپلو هلو ځلو وكولى شول چې په هېواد كې د موقت كار لرونكو شمېر له ۶ مليونو څخه څلورو مليونو ته راښكته كړي.

دى وايي، د كار او ټولنيزو چارو وزارت همدا اوس هم په يوه ملي تګلاره كار كوي چې له مخې به يې په كرنيز سيسټم كې زياته بشري قوه په كار بوخته شي:(( د كرنې مېكانيزه كول، د كانونو استخراج او د پوهنې وزارت په مرسته د فني او حرفوي زده كړو د مركزونو رامنځته كېدل به كاري ستونزې تر لويه بريده حل كړي.))

د كار او ټولنيزو چارو وزارت لخوا د وړاندې شویو شمېرو له مخې په هېواد كې د بېكاره وګړو شمېر ۱۲ مليونه نه دى، بلكې چارواكي يې وايي، د هېواد له ۲۷ مليونه وګړو څخه دا مهال ۱۰ مليونه يې د كار په شرايطو برابر او ايله ۸۰۰ زره يې له كاره يا مطلق بې برخې يا هم په اوونۍ كې ۴۰ ساعته كار پيدا كوي.

دا وزارت وايي، اوسمهال په ټول افغانستان كې ۳۸۲ زره كسان په دولتي ادارو كې كار كوي چې ۸۱ زره يې ښځې دي.

د نارینه وو ترڅنګ ښځې هم بې روزګاره دي

د نارینه وو ترڅنګ په كاري بنسټونو كې د ښځو كمرنګه ګډون او يا هم د دوى د بېكارۍ لوړه كچه هغه څه دي چې تل يې د مدني او د ښځو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.

د ښځو چارو وزارت د سياسي چارو سلاكاره ډاكټر عالمه په دې اړه سخته اندېښمنه ده چې حكومت به د ښځو د بې كارۍ د كچې په راكمولو كې هڅه وكړي او كه نه دا مسئله به هم د كابينې د اعلان غوندې د اوښ په ښكر كې پاتې شي.

هغه وايي، بې كسه ښځې د ژوند تېرولو لپاره هېڅ نه لري او هغه چې په يو نه يو ډول يې دولتي ادارو ته لاره پيدا كړې، د نارينه و هومره حقونه نه وركول كېږي:(( ښځې چې كار پيدا كړي بيا يې اجوره ناچيزه وي، دومره چې د لارې كرايه يې هم پرې نه كېږي، د ژوند او كور لګښتونه خو پر ځاى پرېږده.))

خو د همدې وزارت د پاليسۍ او اقتصادي چارو كارپوه حسين علي معين وايي، داسې هم نه ده چې د ښځو يوه لويه برخه به له كاري اسانتياو بې برخې وي.

دى وايي، د ښځو چارو وزارت تل هځه كړې چې په دې برخه كې يو لړ پالېسۍ جوړې كړي: (( اوس هر كال د همدې پاليسيو د عملي كېدو په ترڅ كې ۱۰۰ زره ښځې د كاري پروګرامونو او په دې برخه كې د ظرفيت لوړولو له برنامو برخمنېږي.))

دى همدا راز وايي، په ۱۳۸۷ كال كې يې د بې سرپرسته، سوالګرو او بېوزله ښځو په اړه يوه پاليسي جوړه كړې وه، خو دوى يې د عملي كولو او توشيح لپاره د ټولنيزو ملاتړو د قانون بشپړېدو ته په تمه وو:(( اوس چې دا قانون بشپړ شو، نو ډېر ژر به يې جمهور رئيس ته د توشيح لپاره واستوو، له هغې وروسته عملي كارونه پيلېږي.))

معين د دغه پروګرام په تشريح كې وايي، كه دا تګلاره عملي شي؛ نو له مخې به يې د حرفوي زده كړو له لارې د ښځو ظرفيتونه لوړ او وروسته به د كار په ماركيټ كې مناسب كارونه ترلاسه كړي.

بېكاري او ناقانونه کډوالي

موندنې ښيي چې لا هم له افغانستانه د بې كارۍ او مجبوريت له زوره اروپايي او غربي هېوادونو ته د ځوانانو قاچاقي سفرونه ښه په درز كې روان دي.

څه موده وړاندې د همدې قاچاقي سفرونو يوه ۴۲ كسيزه ډله چې غوښتل يې د تركيې له لارې رومانيا ته واوړي، په اوبو كې غرقه شوه. حكومت د دغو كسانو اكثره مړي د تركيې د حكومت په مرسته پيدا او كابل ته راوړل چې زياتره يې خام ځوانان وو.

دا هلكان ولې په كم عمرۍ كې تر تركيې وتلي؟ ايا له مستۍ تللي او كه كورنۍ مسووليتونه يې تر شا وو؟؟

د دې ځوانانو له ډلې د يو مړ شوي هلك تره حاجي زلمي كليد ته د خپلې كورنۍ د مجبوريته ټوله كيسه وكړه. هغه وويل، د ده وراره له بېكارۍ مجبور شو چې خپل كور ته د يوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره اروپايي هېوادونو ته مخه كړي:(( دلته خو ناامنۍ هرڅه په سيند وړي، د هيچا بچى كار نه شي كولى. زياتره خو يې طالبان له ځانه سره جګړې ته په زور بيايي، زما وراره دلته ځو ځله په اداري اصلاحاتو كې دولتي امتحان وركړ، خو نتيجه يې ورنه كړه.)) هغه وايي، وراره يې له ډېرې مايوسۍ لومړى ايران ته واوښت او له هغه ځايه يې څه موده وروسته دوى ته خبر وركړ چې تركيې ته رسېدلى يم:(( اوس يې دا دى د هغه ګلبدن مړى راته كېښود، له دولت نه ډېر ګيله من يو.))

دا په داسې حال كې ده چې د كار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ناخبره ځوانان د ارمانونو د سركېدو لپاره اروپا ته په قاچاقي لارو له ۱۵ تر ۲۰ زرو ډالرو پيسې مصرفوي، خو دا مصارف يا ورته د سر په بدل تمامېږي او یا چې د خپلې خوښې هېوادونو ته ورسېږي، هلته بيا د بې كارۍ له ستونزې سره لاس او ګرېوان وي.

 

د كاري تجربې نشت

په افغانستان دننه د ځوانانو او كارګرو د بې كارۍ ستونزه شايد اوسنۍ ريښه هم ونه لري، ځكه اوږده موده كېږي چې اكثره سيمې د جګړې په لمن كې دي او نسلونه يې له كوم هنر، مسلك او زده كړو پرته رالوېږي.

په ځينو سيمو كې بيا برعكس هر کال زرګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي، خو د كار موندنې په برخه كې د تجربې د نه لرلو له كبله بېكاره شپې او ورځې تېروي.

دوه كاله وړاندې له پوهنتون څخه فارغ شوى حمدالله ارشاد له همدې ټكي كړېږي او وايي، هر وزارت يا د كارموندنې بنسټ ته چې مراجعه وكړي د څو كلنې تجربې غوښتنه ترې كېږي: (( اصلا زموږ دولتي سيسټم خراب دى، كه ماته چا كار راكړى واى اوس به مې دوه كلنه تجربه لرله، كه په پوهنتون كې راته په خپل مسلك كې د كار زمينه مساعده شوې واى هم به ښه وه، خو دا هېڅ نه دي شوي، دلته كور كې هم خړې سترګې ناست يو.))

قاسم هم وايي چې تر ښوونځي وروسته يې كمپيوټر ساينس پوهنځى ولوست، خو چې هرې ادارې ته يې سر ښكاره كړى، مايوسه يې راګرځولى دى:(( زه چې له ښوونځي فارغ شوم، ويل يې ليسانس نه يې، ځانته مې په پور دوكان جوړ كړ تر څو د لوړو زده كړو مصارف پرې وباسم، خو اوس راته وايي تجربه دې څومره ده.))

د هغه په وينا، له زده كړو سره هم مهاله د كاري تجربې ترلاسه كول له امكانه لرې ده، خو دولتي يا شخصي ادارې په دې پسې هېڅ سر نه خوږوي او نه هم د نويو فارغانو مجبوريتونه په پام كې نيسي.

په هېواد كې د بې كارۍ له ستونزې د ځوانانو او كارګرانو شكايتونو په داسې حال كې راپورته شوي چې په انتخاباتي كمپاينونو كې د جمهوري رياست لپاره كانديدانو ډاكټر اشرف غني او ډاكټر عبدالله ځوانانو ته په كار موندنه ټينګار كاوه او دا يې خپل لومړيتوب باله. خو اوس چې له اوږده كشمکش وروسته دواړو په ګډه د ملي وحدت حكومت جوړ كړى، نو داسې ښكاري چې له ځوانانو سره د روزګار په برخه كې كړې وعدې يې له یاده وتلي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA