د استرالیا خبري سر چینو نن سهار اعلان کړی، چې د سډني ښار په زړه کې یو شمېر کسان د دوو ترهګرو لخوا برمته شوي دي. استرالیایي چارواکي ګومان کوي، چې ښایي دغه ترهګر به د داعش له وسله والې ډلې سره تړاو ولري.
د استرالیا خبري سر چینو نن سهار اعلان کړی، چې د سډني ښار په زړه کې یو شمېر کسان د دوو ترهګرو لخوا برمته شوي دي.
استرالیایي چارواکي ګومان کوي، چې ښایي دغه ترهګر به د داعش له وسله والې ډلې سره تړاو ولري.
استراليایي رسنیو د برمته شویو کسانو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره کړي دي.
یو شمېر رسنيو ویلي، چې نیږدې لس تر پینځلس کسانو پورې دوو تنو وسله والو لخوا برمته شوي دي.
هغه وسله والو، چې یاد کسان برمته کړي په لاسو کې يې داسې بیرغ نیولی، چې ښيي د داعش وسله والې ډلې پورې تړاو ولري.
سیمه د استرالیايي ځواکونو لخوا کلابنده شوې او خلک د پېښې سیمې ته نه پرېږدي.
ځانګړي ځواکونه هڅه کوي، چې وسله وال له منځه یوسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


