د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د تحريک انصاف ګوند لخوا د پيل شويو اعتراضونو له كبله دغه ښار کې کار بنديز اعلان شوى او د ښار ټول سړکونه د دې ګوند د پلويانو لخوا تړل شوي دي.
د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د تحريک انصاف ګوند لخوا د پيل شويو اعتراضونو له كبله دغه ښار کې کار بنديز اعلان شوى او د ښار ټول سړکونه د دې ګوند د پلويانو لخوا تړل شوي دي.
د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان پرون تر غرمې وروسته له اسلام اباده کراچۍ ته رسېدلي او خپلو پلويانو ته يې په وينا کې ويلي، ترڅو چې لومړي وزير نواز شريف استعفا نه وي کړي، دوي به خپلو اعتراضونو ته دوام وركړي.
د هغه په وينا، هيله من دي چې د ډسمبر په پينځلسمه نېټه به ورسره په دغو اعتراضيه غونډو کې د لاهور لسګونه زره اوسېدونکي هم ملګري شي.
عمران خان لومړي وزير نواز شريف تورنوي،چې د تېر كال په ټاکنو کې يې پراخې درغلۍ كړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

