ads

ازادې رسنۍ بې پرې عمل کوي

ازادې رسنۍ بې پرې عمل کوي او له دې کبله په کار ده چې سیاسي او تحکمي برخورد ورسره ونه شي او د ځينو ګټو په خاطر د بریدونو نښه ونه ګرځي. د رسنیو همدغه بې پرې چلند د دې سبب شوی چې ولس يې هرکلی وکړي. ازادې رسنۍ بې پرې عمل کوي او له […]

نویسنده: TKG
22 لیندۍ 1393
ازادې رسنۍ بې پرې عمل کوي

ازادې رسنۍ بې پرې عمل کوي او له دې کبله په کار ده چې سیاسي او تحکمي برخورد ورسره ونه شي او د ځينو ګټو په خاطر د بریدونو نښه ونه ګرځي. د رسنیو همدغه بې پرې چلند د دې سبب شوی چې ولس يې هرکلی وکړي.

ازادې رسنۍ بې پرې عمل کوي او له دې کبله په کار ده چې سیاسي او تحکمي برخورد ورسره ونه شي او د ځينو ګټو په خاطر د بریدونو نښه ونه ګرځي. د رسنیو همدغه بې پرې چلند د دې سبب شوی چې ولس يې هرکلی وکړي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې افغان رسنيو ځکه د خلکو زړونو ته لار وکړه چې تر ډېره حده يې ځان له سیاسي کشمکشونو ګوښې وساته او ملي ګټو ته په پام سره يې هره هغه پديده تر شدید انتقاد لاندې ونيوه چې وطن او ولس ته په کې تاوان پېښ و.

دغو رسنیو د بیان ازادۍ ته په درناوي، سره له دې چې یو شمېر خلکو پرې نارضایتي هم ښودلې، د افغانستان په تېره دریالس کلنه تپل شوې جګړه کې بې له دې چې د کوم اړخ پلوي وکړي او یا د کوم اړخ غندنه وکړي، پېښې تر پوښښ لاندې نيولې دي. دې موضوع ته په پام د ازادو رسنيو هيله دا ده چې د افغانستان په کړکېچ کې ښکېل اړخونه د ازادو رسنیو دغه دريځ ته په درنه سترګه وګوري او د سیاسي او تحکمي چلند ګواښ ورته ونه کړي. رسنۍ د ولس غږ دی، که څوک د دغه غږ د درېدو او بندولو هڅه وکړي، نو پراخ ولسي نفرت سره به مخ کېږي.

طالبانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسنیو او مدني ټولنو ته خبرداری ورکړی چې په دغو بنسټونو باندې به د “اسلامي او شرعي ارزښتونو ضد” فعالیتونو او د بې حجابۍ، فساد او فحشا د ترویجولو په خاطر بریدونه وکړي.

دا داسې يو ګواښ دی چې په تېرو دیارلسو کلونو کې رسنیو ته نه و شوی. په تېره موده کې په ځينو مواردو کې د دولت وسله والو مخالفانو پر خبریالانو بریدونه کړي چې یا دغه خبریالان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

رسنۍ او مدني ټولنې وايي چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي حکمونو په بنسټ جوړ شوی او رسنۍ د دغه اصل په پام کې نيولو سره خپرونې لري.

دژورنالستانو د څار د کميټې مشر صدیق الله توحيدي دې موضوع ته په اشارې وايي چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي احکامو او شرعې له مخې جوړ شوی دی، په داسې حال کې چې طالبان په داسې هیواد کې پناه ځایونه لري چې د فحشا ښکاره مرکزونه په کې شته، د هغه په وینا، هیرا منډوي په لاهور او د پاکستان په نورو ښارونو کې ځانگړی ځای دی چې څرگنده عشرت کوونکي او مشهور مراجعین لري اودا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې داسې څه نشته.

که څه هم رسنۍ او مدني ټولنې باور څرګندوي چې هیڅ ډول ګواښ او برید به يې د فعالیتونو مخه ونه شي نیولی خو غواړي چې دولت، امنیتي ځواکونه او پخپله رسنۍ جدي امنیتي تدابیر ونیسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA