ads

له مخالفینو سره د روغې جوړې خبرو په اړه اندېښنه

سوله او ثبات د ښځو لپاره يوه ځانګړې معنا، مفهوم او ارزښت لري او د څه باندې درې لسيزو جګړو او تاوتريخوالي له كبله سولې او آرامۍ ته لېواله او سترګې په لاره دي، ځكه په دې تېرو كلونو كې يې د تپل شوې جګړې له كبله د ژوندانه ټولې خوښۍ او نېكمرغۍ له لاسه […]

نویسنده: TKG
19 لیندۍ 1393
له مخالفینو سره د روغې جوړې خبرو په اړه اندېښنه

سوله او ثبات د ښځو لپاره يوه ځانګړې معنا، مفهوم او ارزښت لري او د څه باندې درې لسيزو جګړو او تاوتريخوالي له كبله سولې او آرامۍ ته لېواله او سترګې په لاره دي، ځكه په دې تېرو كلونو كې يې د تپل شوې جګړې له كبله د ژوندانه ټولې خوښۍ او نېكمرغۍ له لاسه وركړې او كلونه، كلونه يې د

 

 

سوله او ثبات د ښځو لپاره يوه ځانګړې معنا، مفهوم او ارزښت لري او د څه باندې درې لسيزو جګړو او تاوتريخوالي له كبله سولې او آرامۍ ته لېواله او سترګې په لاره دي، ځكه په دې تېرو كلونو كې يې د تپل شوې جګړې له كبله د ژوندانه ټولې خوښۍ او نېكمرغۍ له لاسه وركړې او كلونه، كلونه يې د جنګ تريخ زهر څكلي دي.

د افغانستان د ښځو هيله او امېد دا دى چې د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راشي، د افغان ښځو او ولس ډېره مهمه او عمده غوښتنه دا ده چې د افغانستان د خلکو او د ښځو هغو ارزښتونو او لاس ته راوړنو ته دې درناوى وشي، کوم چې يې په تېرو ۱۳ کلونو کې تر لاسه کړي دي.

له مخالفینو سره د روغې جوړې خبرو، د مدني ټولنو او هغو بنسټونو چې د ښځو د حقونو د تامین په خاطر کار کوي؛ اندېښنه را پارولې او په وار، وار یې د بېلابېلو غونډو او پرېکړو په ترڅ کې له حکومت او نورو هغو کسانو څخه چې په دې برخه کې په یو ډول نه یو ډول دخیل دي؛ غوښتي چې په دې پرېکړو کې دې د افغان ښځو هغه لاسته راوړنې او حقونه تر پوښتنې لاندې را نه ولي چې د تېرو کلونو په ترڅ کې یې د ډېرو ستونزو په ګاللو او قربانیو په ورکولو ترلاسه کړې دي.

که په هېواد کې د ښځو تېر تاریخ ته ځیر شو، نو دا څرګندېږي چې دیارلس کاله مخکې ښځې له ښوونې او روزنې، روغتیایي آسانتیاوو، سیاست او په ټولیزه توګه په ټولنیزو چارو کې له هرډول ونډې اخيستو څخه بې برخې وې.

خو د حامد کرزي د حكومت په راتګ او په هېواد کې د بېلابېلو مدني ټولنو له فعالیت سره سم، زموږ خویندو هم په ټولنیزو چارو کې په ګډون سره خپل ګټورتوب څرګند کړ.

په تېرو لسو کلونو کې یو شمېر ښځې په دې وتوانېدې چې د ټولنې په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، روغتیايي، ښوونې او روزنې، سودا ګرۍ او نورو برخو کې په خپل کار او بې ساري زیار سره د پښې د ایښودلو ځای پیدا کړي چې له نېکه مرغه ډېرې ښې هم وځلېدې.

له بلې خوا په هره دوره ټاکنو کې د رایې ورکوونکو ښځو ګډون، په پارلمان کې د ښځو ۲۵فیصده شتون او د ټولنیزو چارو په بېلابېلو برخو کې د دوی فعال او خوځنده ګډون د یوې نېکمرغه راتلونکې زېری ورکوي. یو شمېر ښځې په دې باور دي چې سوله د افغاني ټولنې ترټولو ارزښتناکه او سپېڅلې غوښتنه ده چې باید ډاډمنه شي.

که ښځې په دې وپوهېږي چې د سولې راوستلو لپاره د هغوی حقونه او لاسته راوړنې تر پښو لاندې کېږي، نو په وړاندې به يې ودرېږي. ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي او حکومت هم نشي کولی له دې سترګې پټې کړي، نو کله چې موږ ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوو، نو باید حکومت زموږ هیلو او غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د ښځو نظر، د ښځو پرېکړې او حضور باید نور له سمبولیکې او فېشني بڼې څخه را ووځي او په رښتینې بڼه په سیاسي او ټولنیز ډګر کې په ګټورتوب سره راڅرګندې شي.

اوس نو افغان ښځې هغه د دیارلسو کلونو پخوا ښځې نه دي، بلکې ډېرې فعالې او خوځنده دي، خو د دوى اندېښنه له دې کبله ده چې وروسته تر دې او د دې مصالحې په راتلو سره یو ځل بیا د کورونو د څلورو دېوالونو بندیوانې نه شي، ځکه تېرې تجربې دا په ګوته کوي، هغه کسان چې له اوسني دولت سره په مخالفت کې واقع دي، تل یې ښځې ته د دويم جنس په سترګه کتلي او په ټولنیز او سیاسي ډګر کې د دوی د کار او فعالیت کولو مخالف دي او نه غواړي ښځه په کورني او ټولنیز چاپېریال کې د یوه مستقل یا ځانګړي شخصیت په توګه وپېژندل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA