ads

په بدو کې د نجونو ورکړه د اسلام خلاف عمل

ديني عالمان وايي چې په بدو کې د نجونو ورکول په قطعي ډول ناروا کار دی. د دوی په وينا، دا د بشر د حقونو تر پښو لاندې کول او د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو سرغړاوی دی. ديني عالمان وايي چې په بدو کې د نجونو ورکول په قطعي ډول ناروا کار دی. […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1393
په بدو کې د نجونو ورکړه د اسلام خلاف عمل

ديني عالمان وايي چې په بدو کې د نجونو ورکول په قطعي ډول ناروا کار دی. د دوی په وينا، دا د بشر د حقونو تر پښو لاندې کول او د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو سرغړاوی دی.

ديني عالمان وايي چې په بدو کې د نجونو ورکول په قطعي ډول ناروا کار دی.

د دوی په وينا، دا د بشر د حقونو تر پښو لاندې کول او د اسلام د سپېڅلي دين له احکامو سرغړاوی دی.

ديني عالمان وايي، د بديو او نورو لانجمنو مسايلو هواری که د نجونو په ورکولو کېږي، بايد مخنيوی يې وشي.

دوی زياتوي، که چېرته خلک خپلې لانجې د لوڼو او خويندو په ورکولو هواروي، نو دا له قران کريم او احاديثو سره په بشپړ ډول په ټکر کې کار دی.

ديني عالم صفت الله طارق همدا خبره کوي:(( په بدو کې د نجونو ورکړه حرام قطعي ده او په هېڅ صورت کې جواز نه لري، څوک چې په بدو کې نجونې ورکوي، دا له قران کريم سره مقابله کوي، د بديو او لانجو د هواري لپاره چې د نجونو حيات تباه کېږي او دوی په بدو کې ورکول کېږي، دا د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.))

ديني عالم خواجه الدين هم دا خبره کوي چې په بدو کې د نجونو ورکول ناروا عمل دی او بايد مخنيوی يې وشي.

نوموړی زياتوي، يوازې په بدو کې د نجونو ورکول ناروا عمل نه دی، بلکې په بدل کې هم د نجونو ورکول د اسلامي اصولو خلاق عمل دی.

دی وايي، هر چا ته بايد د خپل عمل سزا ورکړل شي، نه دا چې بدۍ د نجونو په ورکولو پای ومومي.

نوموړی زياتوي: (( په اسلام کې خو اول د بدل ودونه نشته او بل په بدو کې د نجونو ورکول د يو چا په عزت او حيثيت تېری کول دي، ظلم څوک کوي او سزا يې څوک ويني، دا اصلا په اسلام کې هېڅ روايت نه لري.))

د پکتيا د ښځو چارو رئيسه نسرين اورياخېل وايي، په دې ولايت کې هغه پېښې کمې شوې دي چې ځينو خلکو به خپلې لانجې د خويندو او لوڼو په ورکولو هوارولې.

د هغې په وينا، کېدای شي اوس هم په ځينو کليوالي او له ښاره په لرې پرتو سيمو کې داسې پېښ شوي وي چې نجونې دې په بدو کې ورکړل شوې وي، خو په عموم کې دا ډول پېښې کمې شوې دي.

نسرين اورياخېل زياتوي، پخوا به دا ډول پېښې ډېرې وې چې لانجې او دښمنۍ به د نجونو په ورکولو پای ته رسېدې، خو اوس دا ډول پېښې نشته.

په دې وروستيو کې د جنوب ختيځو ولايتونو اوسېدونکي خپلو يو شمېر ناوړه دودونو ته متوجه شوي دي او په دې کې يو هم په بدو کې د نجونو ورکړه ده چې کموال پکې راغلی خو بيا هم دلته د ښځو حقوق تر پوښتنې لاندې دي. دلته لا هم په روغتيا، معارف، کار او نورو ګڼو برخو کې ښځې تر ډېره له خپلو حقونو بې برخې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA