په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت له پايته رسېدو سره په کار ده چې ډېر ژر د دولت له خوا نوې رامنځته کېدونکې امنيتي طرحه بشپړه عملي بڼه خپله کړي او ورسره د خلکو د ژوند د خونديتوب او اقتصادي ډاډ فضا رامنځته شي، ځکه د ناامنيو له کابو کولو سره اقتصادي ودې ته زمینه پراخېږي او د حالاتو په نسبت بدبینانه شکونه له منځه ځي.
په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت له پايته رسېدو سره په کار ده چې ډېر ژر د دولت له خوا نوې رامنځته کېدونکې امنيتي طرحه بشپړه عملي بڼه خپله کړي او ورسره د خلکو د ژوند د خونديتوب او اقتصادي ډاډ فضا رامنځته شي، ځکه د ناامنيو له کابو کولو سره اقتصادي ودې ته زمینه پراخېږي او د حالاتو په نسبت بدبینانه شکونه له منځه ځي.
تېره ورځ رسما په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت پای ته ورسېد او دغه ځواکونه به د دسمبر میاشتې له یودېرشمې وروسته خپل نوی ماموریت په دغه هیواد کې پیلوي. تمه کېږي چې د ناټو ماموریت د افغان ځواکونو پر روزنې سربېره تر ډېره د امکاناتو او تجهیزاتو په برابرولو متمرکز وي.
ناټو په داسې مهال په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسوي چې د افغان دولت د مخالفانو بریدونو زور اخستی او د ځان د پیاوړي کولو لپاره يې نوي ثقیله وسلې پېرلي دي. د ملي امنيت د عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې په پکتيکا کې د حقانې شبکې د وسلو یو لوی زېرمتون کشف کړی او ګڼې ثقیلې او سپکې وسلې يې په کې ترلاسه کړي دي. د دغه خبرپاڼې په بنسټ حقاني ډلې د بې پيلوټه الوتکو او هلیکوپترو د ويشتو لپاره توغندي پېرلي خو دوى يې پاکستان ته له انتقالولو مخنيوى کړى دى.
له تېرو دیارلسو کلونو افغان امنيتي ځواکونو(ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنيت) په ځينو خپلواکو عملیاتو کې له ځانه پیاوړتياوې ښودلې او دا يې ثابته کړې چې په یوازې ځان د خپل هیواد د امنيت ساتنې جوګه دي، خو دا پیاوړتيا هغه وخت نور رنګ راوړي چې دغه ځواکونو په بشپړ ډول تجهیز او پوره امکانات يې په واک کې ورکړل شي.
ناټو وايي چې د افغان ځواکونو د ملاتړ، تجهيز او سمبالښت په خاطر د ۲۰۱۵ کال په جنوری کې یو بل نوی ماموریت پیلوي. د ناټو د دفاعي کمیټې رییس جنرال بارنس ويلي چې د دوی نوی ماموریت د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنوري میاشتې پر لومړۍ نېټه پیلیږي او له دې نېټې وروسته دوی د افغان ځواکونو د تمویل، تجهیز او ملاتړ په خاطر یو نوی متفاوت افغان ماموریت پیلوي، خو د سیاسي دلایلو له مخې یې تر پیلیدو جزییات پټ ساتل کیږي.
د ناټو په نوي ماموریت سره چې د افغان ځواکونو په تمویل، تجهیز او ملاتړ بنا دی او د یوه متفاوت ماموریت په سترګه ورته کتل کېږي، که چېرې په اساسي ډول د دواړو لوریو افغانستان او ناټو له خوا په رښتني توګه پلی شي، افغان ځواوکونه کولای شي چې په سمه او بشپړه توګه خپل جنګي ماموریت مخته بوزي، ځکه د افغان ځواکونو اساسي ستونزې په همدې برخه کې دي.
دا چې افغان ځواکونو ته څنګه روحيه ورکړل شي، څنګه ښه سوق او اداره يې ترسره شي او څه ډول همغږي یې تر منځ پیدا شي او رهبري يې څومره پیاوړو کسانو ته وسپارل شي، هغه څه دي چې کېدای شي د افغان دولت له خوا په رامنځته کېدونکې امنيتي طرحه کې ورته ځواب وویل شي. خو پر دې سربېره دا چې په افغانستان کې جګړه تقریبا استخباراتي بڼه لري او د سیمې ځينې هیوادونه د دې جګړې تر شا دي، په کار ده چې په امنيتي طرحه کې پر دې ټکي ډېر زور واچول شي چې د افغانستان ملي امنيت له هر لحاظه پیاوړی شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


