ads

د بشري حقونو بد وضعیت

له بشري حقونو څخه د سرغړاوي کشاله یا ستونزه هغه څه دي چې له کلونو راپدیخوا يې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ذهن مصروف ساتلی او په څو څو ځلې د بیلابیلو پیښو په غبرګون له بشري حقونو څخه د ملاتړ بنسټونو خپل غږ اوچت کړی او د جګړې دواړه لوري یې د دغو حقونو […]

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1393
د بشري حقونو بد وضعیت

له بشري حقونو څخه د سرغړاوي کشاله یا ستونزه هغه څه دي چې له کلونو راپدیخوا يې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ذهن مصروف ساتلی او په څو څو ځلې د بیلابیلو پیښو په غبرګون له بشري حقونو څخه د ملاتړ بنسټونو خپل غږ اوچت کړی او د جګړې دواړه لوري یې د دغو حقونو خوندي ساتلو ته رابللي

له بشري حقونو څخه د سرغړاوي کشاله یا ستونزه هغه څه دي چې له کلونو راپدیخوا يې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ذهن مصروف ساتلی او په څو څو ځلې د بیلابیلو پیښو په غبرګون له بشري حقونو څخه د ملاتړ بنسټونو خپل غږ اوچت کړی او د جګړې دواړه لوري یې د دغو حقونو خوندي ساتلو ته رابللي دي. تېر شوي او روان ظلمونه به د افغانانو هېر نه شي. له کلونو را په دیخوا په هېواد کې د بې توپيره ځانمرګو بريدونو، د سړک غاړې د چاودنو، د ملکيانو د بې رحمانه وژنو  د غمجنې او پاى ته نه رسېدونکې لړۍ شاهد یو.

په تېره بيا هغه بريدونه خواشينوونکي دي، چې په قصدي ډول پر ملکي وګړو ترسره کېږي او د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کسان پکې وژل کېږي چې په جګړه کې ښکېل نه دي.

په دې وروستيو کې خو، ان د واده او  جنازې سپېڅلي ديني مراسم او جوماتونه چې د عبادت او سولې ځايونه دي، هم له بريدونو خوندي نه دي.

سر بیره پر دې چې د هیواد د دښمنانو لخوا بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي، په هیواد کې د اقتصادي ستونزو او بې ځایه دود او دستورونو له کبله هم  بشري حقونه په تیره بیا د ښځو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کیږي او ورته پاملرنه او احترام نه کیږي.

د بشري حقونو د څارنې ډلې د افغان مېرمنو وضعيت په ټوله نړۍ کې ترټولو ناوړه بللی او وايي چې په دې هېواد کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی عام دی او حکومت په دې کې پاتې راغلی چې ښځې لکه د جنسي تېريو او وژنو په ګډون له بېلابېلوجنايتونوڅخه خوندي کړي.

ناوړه دودونه (يا زيان رسوونکې عنعنې او رواجونه) لکه د ماشومانو ودول، په شخړو کې د نجونو ورکول، په کور کې په اجباري توګه ايسارول، بدل او د ناموس په نامه وژنه، د دې سبب ګرځي چې په مليونونو افغانې ښځې او نجونې له کړاو، شرم او تجريد سره مخ شي. د داسې دودونو بنياد په افغاني ټولنه کې د ښځو د موقف او رول په هکله تبعيض آميزه نظريې او عقايد دي. ناوړه دودونه د اسلامي لارښوونو سره مطابقت نه لري، خو د اسلامي عقايدو له ځانګړي تعبير څخه د داسې ناوړه دودونو د توجيه لپاره کار اخيستل کيږي.

د يوناما د بشري حقونو دڅانګې د راپور پربنسټ، د ښځو پرضد د تاوتريخوالي د منع قانون د مناسب تطبيق لپاره بايد د قانون پلي کوونکو ادارو د پرسونل ظرفيت لوړولو او زيانمنو شوو وګړو ته د خدماتو رسولو په برخه کې زياته پانګونه وشي. د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون پر اساس د عاملينو متهم کول او سزا ورکول ښايي له داسې اعمالو څخه د دوی د منع کولو سبب شي.

حکومت بايد د افغانستان د ښځو لپاره د ملي کاري پلان تطبيق تسريع کړي، په ځانګړې توګه دې د ښځو پر عليه د

تاوتريخوالي د منع قانون لپاره يوې ملي ستراتيژۍ ته وده ورکړي او عملي يې دې کړي.

له بلې خوا له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستنه په ماشومانو جنسي تیري، په ماشومانو د درنو کارونو کول او د ماشومانو قاچاق په افغانستان کې د بشري حقونو د ټولنو لپاره د اندیښنې وړ موضوعاتو څخه شمېرل کیږی. د دروېزې لپاره د یوې وسیلې په توګه له ماشومانو څخه ګټه اخېستل هم له دغو ستونزو څخه یوه ده، چې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

د ټولنیزو چارو ماهرین د ماشومانو د دغه ډول حالت لوی سببونه، فقر، بیسوادي، د ښځو  او نارینه وو لپاره د مناسب روزګار نشتوالی بولي.

د هیواد د بشري حقونو وضعیت د تیر په څیر د اندیښنې وړ دی. د بشري حقونو د ستونزو په ډله کې له  عدالت نه پرته  وژنې، شکنجه،  د بندیخانو خراب وضعیت، له سزا نه د چارواکو معافیت، د محاکمې نه مخکې د اوږدې مودې لپاره په بند کې ساتل، د مطبوعاتو پر آزادۍ محدودیت لګول، په دېني ازادېو باندې محدودېت لگول، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او ټولنیز تبعیض، ، د لږکیو سره ناوړه چلند، د ماشومانو سره ناوړه چلند، د انسانانو قاچاق، د کارګرانو د حقونو تر پښو لاندې کول، په وسله والو شخړو کې د کم عمرو سرتیرو کارول  او د کم عمره ماشومانو په کار ګومارل او داسې نورو ته ګوته نیولی شو.

د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي، په سلګونو پیښې رامنځ ته کیږي، چې ورکې ځان وژنه، ځان سوزونه، له کور څخه تیښته، وهل ‌‌ډبول، جبري ودونه او نور شامل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA