د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې په جنوبي وزيرستان کې يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د القاعدې يو مهم غړى عدنان الشکري جمعه وژلى دى.
د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې په جنوبي وزيرستان کې يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د القاعدې يو مهم غړى عدنان الشکري جمعه وژلى دى.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيكو د دفتر په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې ځواكونو يې نن سهار د جنوبي وزيرستان په شين ورسك سيمه كې عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې عدنان الشكري او د هغه يو بل ملګرى وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، د عملياتو پر مهال يو پاكستانى سرتېرى هم وژل شوى دى.
امريکا عدنان الشكري د مطلوبو کسانو په لېست کې شامل کړى او پر سر يې پينځه ميليونه امريکايي ډالر انعام هم اعلان کړى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

