ads

د ننګرهار حوزوي روغتون کې د بېړنيو پېښو ۲۰ بستريز واټ جوړ شو

د ننګرهار حوزوي روغتون کې د بېړنو پېښو ناروغانو درملنې لپاره نوى شل بستریز واټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دې ودانۍ پرانسته نن د ننګرهار د سرپرست والي له لورې ترسره شوه. د ننګرهار حوزوي روغتون کې د بېړنو پېښو ناروغانو درملنې لپاره نوى شل بستریز واټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د […]

نویسنده: TKG
12 لیندۍ 1393
د ننګرهار حوزوي روغتون کې د بېړنيو پېښو ۲۰ بستريز واټ جوړ شو

د ننګرهار حوزوي روغتون کې د بېړنو پېښو ناروغانو درملنې لپاره نوى شل بستریز واټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دې ودانۍ پرانسته نن د ننګرهار د سرپرست والي له لورې ترسره شوه.

د ننګرهار حوزوي روغتون کې د بېړنو پېښو ناروغانو درملنې لپاره نوى شل بستریز واټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې ودانۍ پرانسته نن د ننګرهار د سرپرست والي له لورې ترسره شوه.

مولوي عطا الله لودین د دغه شل بستریز واټ د پرانستې په مراسمو کې د رغونې په دغه کار خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې نور په هېواد کې د جګړو ټغر ټول شي.

هغه وویل، ټول هغه عاجل ټپیان چې د چاودنو، بریدونو او ترافیکي پېښو پرمهال ورته زیان اوړي د دغه واټ په پرانستې سره به یې درملنه په ښه شان ترسره کیږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کامه وال وویل، په یاد شل بستریز واټ ۶ اعشاریه ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په ننګرهار کې د اوچاد او هلیت نیټ موسسو په مالي مرسته ورغول شو.

ډاکټر کامه وال زیاته کړه، د دغه واټ د یو کلنې پرمخوړنې لپاره شپږ نیم میلیونه افغانۍ په نظر کې نیول شوي دي.

چارواکي وايي، یاد واټ شل بسترونه لري، چې اووه هغه یې د ښځینه ناروغانو لپاره ځانګړي شوي او دغه راز یادونه کوي، چې یاد ټول بسترونه د جلا خونو او مډرنو صحي تجهیزاتو درلودونکي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA