ads

د جنسي تېریو پېښې حیرانوونکي پړاو ته رسېدلې

په داسې حال كې چې يو پلو حكومت پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېريو او زبرزنا د پېښو په مخنيوي كې د جدي اقداماتو خبره كوي، بلخوا له بشري حقونو د ملاتړ ادارې وايي چې دا ډول پېښې په حيرانوونكي ډول سږکال زياتې شوې دي. په داسې حال كې چې يو پلو حكومت پر […]

نویسنده: TKG
12 لیندۍ 1393
د جنسي تېریو پېښې حیرانوونکي پړاو ته رسېدلې

په داسې حال كې چې يو پلو حكومت پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېريو او زبرزنا د پېښو په مخنيوي كې د جدي اقداماتو خبره كوي، بلخوا له بشري حقونو د ملاتړ ادارې وايي چې دا ډول پېښې په حيرانوونكي ډول سږکال زياتې شوې دي.

په داسې حال كې چې يو پلو حكومت پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېريو او زبرزنا د پېښو په مخنيوي كې د جدي اقداماتو خبره كوي، بلخوا له بشري حقونو د ملاتړ ادارې وايي چې دا ډول پېښې په حيرانوونكي ډول سږکال زياتې شوې دي.

د پغمان پېښې د تورنو له اعدام يوه نيمه مياشت وروسته د لړم په ۲۸مه د كاپيسا په دوهم کوهستان ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ د زنا په تور په درو ووهل شول. د دوهم کوهستان امنيه قومندان عبدالعظيم کوهستاني وویل چې تر یوې میاشتې څېړنو وروسته د دې ولسوالۍ محکمې د هلك او نجلۍ جرم ثابت کړ، په عام محضر کې پرې د زنا حد جاري کړاى شو او سل درې ووهل شول.

د كوهستان پر دغه هلك او نجلۍ د زنا د حد په جاري کېدو د سيمې خلکو هم خوښي ښودلې او وايي چې له دې به خلک عبرت واخلي او له ناوړه کارونو به وژغورل شي.

تر دې لږې ورځې وړاندې د تخار جنايي پوليسو وويل چې په رستاق كې يې پر يوې درې كلنې ماشومې نجلۍ د جنسي تېري په تور درې تنه نيولي دي. دا ماشومه د تخار په رستاق كې له اقجر كلي تښتول شوې وه، خو پوليسو شپږ ساعته وروسته په يو باغ كې بې هوښه ومونده. پوليسو پر دغې ماشومې د جنسي تيري په تور د نيول شويو كسانو نومونه عزيز الله، بسم الله او نجيب الله ښودلي او وايي لا هم ترې پوښتنې روانې دي.

له دې سره سم په يو وخت د غزني د استيناف محكمې هم اعلان وكړ چې د غزني يوه درې كسيزه ډله يې پر یوې ۱۲ كلنې نجلۍ د جنسي تيري په جرم زندان ته استولې ده. محكمې د دغې درې كسيزې ډلې دوو  تورونو (عظم الدين او غلام جيلاني) ته د ۹- ۹ كاله بند او عبدالسلام ته چې په کور کې پر دغې ۱۲ كلنې نجلۍ د ډله ييز جنسي تېري زمینه برابره شوې، د څلور کاله بند سزا اورولې ده.

درې واړو ته كه څه هم د تميز د غوښتلو حق شته او سزا يې شايد زياته يا هم كمه شي، خو تر دې وړاندې ابتدائیه محكمې عظم الدين او غلام جيلاني ته د اووه اووه كاله بند سزا اورولې او عبدالسلام يې بري الذمه اعلان كړى و.

عظم الدين، غلام جيلاني او عبدالسلام دغه ۱۲ كلنه نجلۍ يوه مياشت وړاندې له كابله غزني ته وړې وه، خو په دغه موده كې يې پرې پرله پسې جنسي تېرى كړى و.

د غزني ځايي خلك درې واړو مجرمينو ته د استيناف ټاكلې سزا كمه بولي، دوى وايي د عظم الدين، غلام جيلاني اوعبدالسلام جرم د پغمان تر پېښې کم نه دى.

د پغمان د پېښې اووه كسيزه ډله چې پوځي جامې یې پر تن وې، د محکمې له لوري د غلا، شوکې او جنسي تېریو له کبله پړه وختل، پنځه تنه یې اعدام او دوو تنو یې د شل شل کاله بند سزا واورول شوه.

اوس كه څه هم د ورته پېښو د مخنيوي په برخه كې حكومت د لا جديت خبره كوي، خو د شمال زون د بشري حقونو مسوولین او د مدني ټولنې غړي وايي، سږ كال په شمالي ولايتونو كې د جنسي تېريو پېښو ۶۰ فيصده زياتوالى موندلى دى.

د بلخ د بشري حقونو د خپلواك كمسيون ولايتي دفتر وايي چې سږكال له دوی سره پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري ۶ پېښې ثبت شوې دي.  په مزار شريف كې د بشري حقونو د دفتر رئيس سيد محمد سامع وايي، د قانون نه حاكميت، بې كاري او ناامني د داسې پېښو سبب کېږي. ده له حكومته وغوښتل چې د جنسي تېريو عاملين دې په سختۍ مجازات شي:(( موږ سره په ثبت شويو پېښو کې يوه عقل نه منونکې پېښه داسې ده چې پلار په خپلې لور جنسي تېری کړی، محکمې ورته د اعدام حکم کړی، خو وروستۍ فيصله يې لا پاتې ده.))

د بلخ د ښځو د حقونو فعاله سايمه انوري هم د جنسي تېريو د مخنيوي په وړاندې د دولت اخستي ګامونه كافي نه بولي:(( زه تر دې حده بې باوره يم چې خپله وړه خور د همداسې پېښو له وېرې له کوره دباندې نه شم پرېښودی، د کورنۍ له نږدې غړيو پرته په هېچا باور نه شم کولی.))

د بشري حقونو د خپلواك كمسيون د ماشومانو د څانګې مشره ثريا صبحرنګ هم مني چې په وروستيو كې د جنسي تېريو پرله پسې پېښو اندېښنې زياتې كړې دي. هغه وايي، د جنسي تېريو ګراف په ولايتونو كې مخ په لوړېدو دى:((سږ كال په ۶ مياشتو كې په ۴۳ ماشومانو جنسي تېري شوي، دې پېښو ټول خلك اندېښمن كړي دي.))

خو د بشري حقونو د كمسيون وياند ښاغلی رفیع الله بیدار بيا په عمومي وضعيت غږېږي او وايي چې په تېرو اووه مياشتو كې د ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۲۸۵ پېښې یې ثبت کړې دي. د ده په خبره ۲۰ پېښې پر پیغلو نجونو د جنسي تېري دي:(( موږ يې راپور د حكومت اجرائيوي ارګانونو ته استولى، هيله ده عاملين يې د هېواد د نافذه قوانینو سره سم مجازات شي.))

د ښځو چارو وزارت مرستياله مژګان مصطفوي هم وايي چې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري پېښې دې يوازې زورزياتى نه بلل كېږي، بلكې ترسره كوونكي يې بايد د لويو جنايتكارو په توګه محاكمه شي. هغه وايي، علما، عدلي او قضايي ارګانونو ته پكار ده چې دا موضوع جدي ونيسي او په مخنيوي كې يې پراخې هلې ځلې وكړي: (( تر هغې چې د دې پېښو عاملين تر نيول كېدو وروسته د سترګو په رپ كې په سزا محكوم نه شي، د دې جنايت مخنيوى سخت دى.))

د جنسي تېريو د زياتېدو په اړه په افغانستان کې اندېښنې داسې مهال زیاتې شوې چې د روان کال د وږي په ۱۵مه د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يونيسف په خپل يوه راپور كې وويل چې سږ كال په ټوله نړۍ كې ۱۲۰ مليونه نجونې ځورول شوې دي. د دغه راپور په حواله دغه لوى شمېر نجونې چې عمرونه يې له شلو كلونو زيات نه دي، په اكثرو يې جنسي تېرى شوى او لا هم دا لړۍ روانه ده. په ۱۹۰ هېوادونو كې تر څېړنو وروسته چمتو شوى دا راپور کاږي چې په ټوله نړۍ کې ماشومان په پراخه کچه د رواني، بدني او جنسي تاوتريخوالي له خطر سره مخ دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA