ads

ناټو په افغانستان كې نوى ماموريت پيلوي

د ناټو عمومي منشي جينز سټولټنبرګ وايي، دا سازمان به د ۲۰۱۵ ميلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کې نوی ماموريت پيل کړي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د بلجيم په پايتخت بروكسل كې له جمهوررئيس اشرف غني او اجرايوي رئيس عبدالله عبدالله سره په يوه ګډه خبري غونډه كې   […]

نویسنده: TKG
11 لیندۍ 1393
ناټو په افغانستان كې نوى ماموريت پيلوي

د ناټو عمومي منشي جينز سټولټنبرګ وايي، دا سازمان به د ۲۰۱۵ ميلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کې نوی ماموريت پيل کړي. نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د بلجيم په پايتخت بروكسل كې له جمهوررئيس اشرف غني او اجرايوي رئيس عبدالله عبدالله سره په يوه ګډه خبري غونډه كې

 

 

د ناټو عمومي منشي جينز سټولټنبرګ وايي، دا سازمان به د ۲۰۱۵ ميلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کې نوی ماموريت پيل کړي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د بلجيم په پايتخت بروكسل كې له جمهوررئيس اشرف غني او اجرايوي رئيس عبدالله عبدالله سره په يوه ګډه خبري غونډه كې وكړې.

هغه زياته كړه، اوس په افغانستان كې د خپل نوي ماموريت لپاره يو تړون لري، چې له مخې به يې دوي افغان امنيتي ځواکونه روزي، سلا مشورې به ورته ورکوي او همکاري به ورسره کوي.

نوموړي اشرف غني او عبدالله دواړه د ملي يووالی حکومت د جوړولو په خاطر وستايل او له ناټو او امريكا سره د امنيتي تړونونو د تاييدېدو هركلي يې وكړ.

جمهوررئيس اشرف غني وويل، افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې پروت دی او دا هېواد او ناټو د همكارۍ يو نوي پړاو ته داخلېږي، چې د ده په باور دغه پړاو به له امنيتي پلوه پر افغانستان سربېره نړۍ ته هم ګټور وي.

بلخوا د حكومت اجرايوي رئيس عبدالله عبدالله هم افغانستان کې د امنيت او ثبات د ټينګېدو لپاره د نړيوالې ټولنې د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د دغو هڅو په پايله کې افغانستان نن په يوه بله مرحله کې دی.

جمهوررئيس اشرف غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په بروكسل كې دي او ټاكل شوې ده، چې نن د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كې ګډون او وينا وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA