د سوريې پولې ته نږدې د داعش ډلې د وسله والو په پروني بريد کې، چې سهار وختي يې کړي و، لږترلږه ۱۶ عراقي پوله ساتونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د سوريې پولې ته نږدې د داعش ډلې د وسله والو په پروني بريد کې، چې سهار وختي يې کړي و، لږترلږه ۱۶ عراقي پوله ساتونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د عراق د انبار ولايت د ولايتي شورا مرستيال ويلي، په دغه بريد كې د الوليد پوله، چې له بغداده پنځه سوه کيلو مټره لرې ده؛ د داعش ډلې وسله والو ترخپل کنټرول لاندې نه ده راوستې.
د عراق د انبار ولايت پر يوشمېر برخو د داعش ډلې وسله وال د جنورۍ له مياشتې راهيسې چې کله يې پر فلوجه او رمادي بريد وكړ؛ کنټرول لري.
دا وروستی بريد داسې مهال شوی، چې په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي يوازې د تېرې نومبر مياشتې په بېلابېلو ترهګريزو بريدونو کې د وژل شويو عراقيانو شمېر ۱۲۳۲ او د ټپي شويو هغو ۲۴۳۴ اعلان کړی دي.
دغه چارواکي ويلي، چې په دغو وژل شويو کې لږترلږه ۲۹۶ عراقي او کردي پوځيان او د دوی د ملاتړو ملېشو جنګيالي شامل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


