ads

افغان لوبډلې عربي اماراتو ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په درېيمې پنځوس اوريزې تمريني لوبې كې د محتده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته ماتې وركړه. دغه لوبه چې د افغانستان په وخت ۱۰ نيمې بجې پيل شوه، بچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وكړه.   د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې […]

نویسنده: TKG
11 لیندۍ 1393
افغان لوبډلې عربي اماراتو ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په درېيمې پنځوس اوريزې تمريني لوبې كې د محتده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته ماتې وركړه. دغه لوبه چې د افغانستان په وخت ۱۰ نيمې بجې پيل شوه، بچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وكړه.

 

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په درېيمې پنځوس اوريزې تمريني لوبې كې د محتده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته ماتې وركړه.

دغه لوبه چې د افغانستان په وخت ۱۰ نيمې بجې پيل شوه، بچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او سيالې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وكړه.

د اماراتو لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۳ منډي وكړې او افغان لوبډلې ته يې د ۲۷۴ منډو هدف كېښود.

افغان لوبډلې دغه هدف په ۴۹ اعشاريه ۴ اورونو كې پوره كړه او سيالې لوبډلې ته يې ماتې وركړه.

د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال نړيوال پنځوس اوريز جام لپاره د څلورو يو ورځنيو تمريني لوبو لړۍ د نومبر مياشتې په ۲۸ مې په دوبۍ كې پيل شوه، چې تراوسه يې دوه لوبې ترسره شوي او دواړه د عربي اماراتو لوبډلې ګټلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA