د متحده عربي اماراتو لوبډلې په دويمې پنځوس اوريزې تمريني لوبې كې هم افغان كركټ ملي لوبډلې ته ماتې وركړه.
دغه لوبه چې د افغانستان په وخت ۱۰ نيمې بجې پيل شوه، پچه يې د متحده عربي اماراتو لوبډلمشر وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۸ لوبغاړي په سوځېدو ۲۸۰منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۸۱ منډو هدف كېښود.
سيالې لوبډلې دغه هدف په ۴۸ اعشاريه ۲ اورونو كې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او افغان لوبډلې ته يې په ۶ ويكټو ماتې وركړه.
د اماراتو د لوبغاړو له ډلې خرم خان ښه لوبه وكړه او د ۱۷ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ يې په ۱۳۸ بالونو ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې وكړې.
وړمه ورځ هم د متحده عربي اماراتو كركټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته په لومړۍ تمريني لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړې وه.
د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال نړيوال پنځوس اوريز جام لپاره د څلورو يو ورځنيو تمريني لوبو لړۍ وړمه ورځ پيل شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ