ads

د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ د كركټ دويمه سيالي پيل شوه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په دوبۍ كې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره دويمه پنځوس اوريزه تمريني لوبه ترسره كوي. دغه لوبه چې د افغانستان په وخت ۱۰ نيمې بجې پيل شوه، پچه يې د متحده عربي اماراتو لوبډلمشر وګړه او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.   […]

نویسنده: TKG
9 لیندۍ 1393
د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ د كركټ دويمه سيالي پيل شوه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په دوبۍ كې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره دويمه پنځوس اوريزه تمريني لوبه ترسره كوي. دغه لوبه چې د افغانستان په وخت ۱۰ نيمې بجې پيل شوه، پچه يې د متحده عربي اماراتو لوبډلمشر وګړه او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

 

د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن په دوبۍ كې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره دويمه پنځوس اوريزه تمريني لوبه ترسره كوي.

دغه لوبه چې د افغانستان په وخت ۱۰ نيمې بجې پيل شوه، پچه يې د متحده عربي اماراتو لوبډلمشر وګړه او افغان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

افغان لوبډلې تراوسه د ۸ اعشاريه ۳ اورونو په لوبولو سره د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۲۷ منډې كړي دي.
وړمه ورځ د متحده عربي اماراتو د كركټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته په لومړۍ تمريني لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال نړيوال پنځوس اوريز جام لپاره د څلورو يو ورځنيو تمريني لوبو لړۍ وړمه ورځ پيل شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA