د متحده عربي اماراتو د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ په دوبۍ كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په پنځوس اوريزه تمريني لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
د متحده عربي اماراتو د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ په دوبۍ كې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په پنځوس اوريزه تمريني لوبه كې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال نړيوال پنځوس اوريز جام لپاره د څلورو يو ورځنيو تمريني لوبو لړۍ پرون پيل شوه.
د لومړۍ تمرينې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ټاکل شويو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۸ منډې جوړې كړې او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته يې ۲۴۹ منډې هدف وټاكه، خو د اماراتو لوبډلې ياد هدف په ۴۸ اعشاريه ۴ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او لوبه يې وګټله.
د دې يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه لوبه سبا ترسره کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

