ads

د ولس ګناه څه ده؟

بیا هم د پکتیکا استوګن د خپلو عزیزانو په ویر او ماتم کېناستل، یو ځل بیا د هېواد او خلکو دښمنانو د بې ګناه او ملکي وګړو په  وینو د والیبال میدان په وینو سور کړ، نه د جنګ میدان! بیا هم د پکتیکا استوګن د خپلو عزیزانو په ویر او ماتم کېناستل، یو ځل […]

نویسنده: TKG
8 لیندۍ 1393
د ولس ګناه څه ده؟

بیا هم د پکتیکا استوګن د خپلو عزیزانو په ویر او ماتم کېناستل، یو ځل بیا د هېواد او خلکو دښمنانو د بې ګناه او ملکي وګړو په  وینو د والیبال میدان په وینو سور کړ، نه د جنګ میدان!

بیا هم د پکتیکا استوګن د خپلو عزیزانو په ویر او ماتم کېناستل، یو ځل بیا د هېواد او خلکو دښمنانو د بې ګناه او ملکي وګړو په  وینو د والیبال میدان په وینو سور کړ، نه د جنګ میدان!

په تېرو څو کلونو کې مو ډېر ځله واورېدل چې په جوماتونو، زیارتونو، بازارونو، ودونو او ورزشي میدانونو کې ځانمرګي بريدونه وشول، خو عقل دا نه مني چې روغ بنیادم دې داسې بريدونه روا وګڼي، خو کله چې د تاوتريخوالي لمبې بلې شي، په ټولنه کې ورو ورو د ځینو کسانو زړونه په تیږو بدل شي.

د لیندۍ په دويمه نېټه د پکتيکا د يحيى خېلو ولسوالۍ په پړاو سيمه کې په يوه لوبغالي کې د واليبال د لوبې پرمهال ځانمرګى بريد وشو چې له كبله يې ۶۲ تنه ووژل شول او ۸۴ نور ټپيان شول.

دې برید هم لکه د څلورو میاشتو مخکې برید چې د پکتیکا ولایت د ارګون په بازار کې د سلګونو بې ګناه ملکي وګړو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو؛ افغانان د هېواد او خلکو د دښمنانو په وړاندې راوپارول.

له همدې کبله د بېلابېلو ولايتونو خلکو د پکتيکا ځانمرګى بريد غير اسلامي او ستر وحشي عمل وباله او له دولت څخه یې وغوښتل چې له كبله يې ملي ماتم اعلان کړي.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې لس وژل شوي سيمه ييز پوليس او پاتې نور وژل شوي او ټپيان ورزشکاران او د ماشومانو په ګډون عام خلک دي چې د نندارې لپاره راټول شوي وو.

په تېرو څو اونيو كې د هېواد په کچه امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی. خلکو تر کومه چې له نوي حکومت څخه د امنیت د راوستو تمه درلوده، داسې ونه شول.

د امنيتي وضعیت د کابو کولو لپاره په کار ده چې د نورو پوځي هڅو ترڅنګ دولت په استخباراتي هڅو زیات تمرکز وکړي. ځکه د دولت د وسله والو مخالفینو زیات تمرکز په ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې په بمي او موټربم چاودنو باندې دی. دا هغه هڅې دي چې د دولت مخالفين او د افغانستان ځينې سیمه ییز دښمنان يې، په دولت د خلکو د باور د کمولو او بې اعتباره کولو لپاره کوي.

له هغه راهیسې چې نوي حکومت په کار پیل کړی، مخالفینو يې خپلو ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې بمي او موټربم چاودنو ته زیات زور ورکړی.

له ولس سره دا پوښتنه مطرح ده چې دغه بریدونه څه ډول ترسره کېږي؟ ځانمرګي او له چاودېدونکو توکو ډک موټر څه ډول او له کومه ځایه راځي او خپلو هدفونو ته ځان رسوي؟ هغه هم په داسې حال کې چې د هېواد هر ښار او سیمې ته په تللو لارو امنيتي کمربندونه پراته دي او دننه په ښارونو کې ځای ځای امنیتي پوستې شته دي چې د موټرو د تلاشۍ دنده يې په غاړه ده.

دا هغه پوښتنې دي چې بې له شکه د دولت له لوړپوړو چارواکو سره هم مطرح دي، خو سره له دې هم د امنيتي وضعیت د کابو کولو پر سر جدي اقداماتو ته مخه نه کوي.

یوازې په تېره اونۍ کې داسې بریدونه شوي چې د خپل ډول له مخې ډېر زړه بوږنوونکي ګڼل کېږي او ګڼ شمېر عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتيکا پېښه تر ټولو ډېره زړه بوږنوونکې وه.

د پکتيکا د پېښې په اړه د ملي امنيت ریاست پخپله یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا برید د حقاني شبکې له خوا ترسره شوی او دوی د خپلو هڅو په نتیجه کې تراوسه د یوولسو داسې بوږنوونکو پېښو مخنیوی کړی.

له یوولسو پېښو د مخنيوي خبر دا حقیقت په ډاګه کوي چې افغان استخباراتي ځواکونه د خپلو مخالفينو د بریدونو د خنثی کولو وړتيا لري، خو په کار ده چې د لا ښه کار لپاره يې امکانات زیات شي.

د امکاناتو له زیاتولو سره دا تمه کېدای شي چې دوی به له هر اړخه پر امنيتي او استخباراتي وضعیت حاکم وي او د دولت مخالفين به په اسانه خپل بریدونه ترسره نه کړای شي.

دغه ځواکونه به د امکاناتو په موجودیت کې دا ښه وڅېړلای شي چې د دولت مخالفين څه وخت، څه ډول او له کومو لارو خپل بریدونه ترسره کوي. که دا و نه سنجول شي چې د کابل وروستۍ پېښې څنګه او څه ډول ترسره شوې؟ او د مخالفينو راتلونکي هدفونه څه دي، ډېره ناممکنه ده چې دوی د امنيتي وضعیت په سمولو کې اساسي ونډه ترسره کړي.

که چېرې په اساسي ډول د امنیت موضوع ته له استخباراتي او پوځي اړخه رسیدګي و نه شي، په حكومت به د خلکو باور راکم شي، هغه څه چې د دولت مخالفين او د افغانستان یو شمېر سیمه ييز دښمنان يې په لټه کې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA