افغانې ښځې د كار بازار ته د ننوتو لپاره ډېر زيار باسي او كه هرڅومره كوچني كارونه هم وي؛ په ترسره كولو يې خپل همت ازمايي او هڅه كوي ترڅو لويو ګټو ته ورسېږي.
افغانې ښځې د كار بازار ته د ننوتو لپاره ډېر زيار باسي او كه هرڅومره كوچني كارونه هم وي؛ په ترسره كولو يې خپل همت ازمايي او هڅه كوي ترڅو لويو ګټو ته ورسېږي.
فوزيه بهادري د كابل ښار په كارته نو سيمه كې د زينت افغان په نوم د ترشي، چتني او مربا جوړولو فابريكه لري چې له ناچيزه گټې سره بيا هم له خپل كار څخه خوشاله ده.
فوزيه وايي چې په فابريكه كې يې ۱۰ تنه ښځې كار كوي او د ګټې ت څنګ ډېرى وختونه تاوان هم كوي.
د هغې په وينا، ډېرى توليدات يې د ژمي په موسم كې وي او د خرڅلاو بازار يې په مكروريانو كې دى.
فوزيه هم د نورو هغو ښځو په څېر چې كوچنۍ توليدي فابريكې لري؛ توليدات يې د خرڅلاو تود بازار نه لري، خو په وينا يې همدا لږه ګټه يې هم بركت لري.
نوموړې زياتوي: (( په ډېرى هېوادونو لكه ايران، پاكستان او تاجكستان كې د بازار ځانګړې ورځې وي چېښځې هم كولاى شي خپل محصولات پكې وپلوري، موږ په وار وار سره چارواكو ته دا وړانديز كړى چې د ښځو لپاره دې يو بازار په نظر كې ونيسي چې خپل لاسي توكي او نور توليدات پكې وپلوري، خو چا پاملرنه نه ده كړې.))
فوزيه وايي، د كار د پيل لپاره څو تنه ښځو خپلې پيسې سره يو ځاى كړې او سرمايه يې جوړه كړه: (( ځكه چې ما په ژوند كې ډېرې ناخوالي تېرې كړي، د طالبانو په تورې دورې كې مو اولادونو په مړه ګېډه ډوډۍ هم نه موندله، زه او خاوند مې دواړه بېكاره وو.))
د هغې په خبره، همدا د دې سبب شو، ترڅو په دې هڅه كې شي چې ځان او نورو ښځو ته د يوه كار زمينه برابره كړي.
فوزيه زياتوي، اوس دوى پخپله كولاى شي چې د خپلو ماشومانو د ليك لوست پيسې برابرې كړي او له خپل مېړه سره هم څه ناڅه اقتصادي مرسته وكړي.
د هغې په وينا، ډېرى هغه ښځې چې لږ سواد لري؛ تر نورو چارو زيات ورته د كرنيزو محصولاتو پروسس ګټور وي، نو ځكه له اړوندو چارواكو څخه دا هيله لري چې په دې كار كې ورسره مرسته وكړي او محصولاتو ته يې د خرڅلاو لارې چارې هم ولټوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

