ads

مشرانو جرګې د کرکټ د ۱۹ كلنو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته مډالونه ورکړل

مشرانو جرګې تېره ورځ د افغانستان د کرکټ ادارې مشرانو ته د ښو کړنو او د ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د برياوو له كبله د دې جرګې په تالار كې مډالونه ورکړل. مشرانو جرګې تېره ورځ د افغانستان د کرکټ ادارې مشرانو ته د ښو کړنو او د ۱۹ کلنو د ملي […]

نویسنده: TKG
5 لیندۍ 1393
مشرانو جرګې د کرکټ د ۱۹ كلنو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته مډالونه  ورکړل

مشرانو جرګې تېره ورځ د افغانستان د کرکټ ادارې مشرانو ته د ښو کړنو او د ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د برياوو له كبله د دې جرګې په تالار كې مډالونه ورکړل.

مشرانو جرګې تېره ورځ د افغانستان د کرکټ ادارې مشرانو ته د ښو کړنو او د ۱۹ کلنو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د برياوو له كبله د دې جرګې په تالار كې مډالونه ورکړل.

د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلميار د افغانستان د کرکټ بورډ کړنې بې سارې وبللې او د ۱۹ کلنو لوبډلې ته يې په اسيايي لوبو کې د اتلولۍ او نړيوال جام ته د لارموندنې مبارکي ورکړه او دايې د هېوادوالو لپاره ستر وياړ وباله.

هغه زياته کړه، چې د هېواد د كركټ د الف لوبډلې ترڅنګ د ۱۹ کلنو لوبډلې هم له پاکستان نه د لوبو لړۍ وګټله او په اسيايي لوبو کې يوازې يوې لوبډلې چانس درلود، چې نړيوال جام ته ولاړه شي، چې دا وياړ هم د هېواد لوبډلې خپل کړ.

مسلميار په راتلونکي کې هم د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او لوبډلو ته د لازياتو برياوو هيله وكړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس شهزاده مسعود له مشرانو جرګې مننه وکړه، چې تل يې د افغانستان د لاسته راوړنو پرمهال دوى هڅولي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA