ads

شمالي وزيرستان كې ٢٠ وسله وال وژل شوي

د پاكستان پوځي چارواكي وايي، چې د دې هېواد جنګي جېټ الوتکو تېره ورځ د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه كې د مېشتو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ ترلږه ٢٠ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.   د پاكستان پوځي چارواكي وايي، […]

نویسنده: TKG
5 لیندۍ 1393
شمالي وزيرستان كې ٢٠ وسله وال وژل شوي

د پاكستان پوځي چارواكي وايي، چې د دې هېواد جنګي جېټ الوتکو تېره ورځ د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه كې د مېشتو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ ترلږه ٢٠ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د دوى په وينا، په دغو بريدونو کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ځيني بهرني وسله وال هم وژل شوي او ډېرى مرکزونه يې له منځه وړل شوي دي.

پاکستاني پوځ د روان کال د جون په ١٥مه نېټه ډيورنډ په شمالي وزيرستان کې د مېشتو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي، چې اوس هم دوام لري.

پوځي چارواكي ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې تراوسه ١٢٠٠ وسله وال وژلي او د دې سيمې ٩٠ فيصده برخه يې له وسله والو پاکه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA