ads

د افغانستان او نىپال جمهوررئىسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړىکو پر پراختىا ټىنګار وکړ

جمهوررئىس محمد اشرف غني نىپال ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ پرون له غرمې وروسته د دغه هېواد له جمهوررئىس رام باران ىادف سره وکتل. جمهوررئىس محمد اشرف غني نىپال ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ پرون له غرمې وروسته د دغه هېواد له جمهوررئىس رام باران ىادف سره وکتل. په دغه کتنه […]

نویسنده: TKG
5 لیندۍ 1393
د افغانستان او نىپال جمهوررئىسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړىکو پر پراختىا ټىنګار وکړ

جمهوررئىس محمد اشرف غني نىپال ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ پرون له غرمې وروسته د دغه هېواد له جمهوررئىس رام باران ىادف سره وکتل.

جمهوررئىس محمد اشرف غني نىپال ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ پرون له غرمې وروسته د دغه هېواد له جمهوررئىس رام باران ىادف سره وکتل.

په دغه کتنه کې، چې د دغه هېواد د جمهوري رىاست په ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سارك سازمان په چوکاټ کې د همکارىو د پراختىا او د ىو لړ نورو د علاقې وړ موضوع ګانو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې په دې كتنه كې د نىپال جمهوررئىس رام باران ىادف وويل، چې د افغانستان او نىپال دولتونه له پنځوسو کلونو را په دىخوا ډىپلوماتىکې اړىکې لري، چې اوسمهال باىد د دغو اړىکو د لا پراختىا لپاره  نورې ډېرې هڅې هم وشي.

په دې كتنه كې جمهوررئىس اشرف غني ټىنګار ىې وکړ، چې د افغانستان او نىپال ترمنځ اړىکې باىد نه ىوازې  په همدې حال پاتې شي، بلکې له پخوا څخه  زىاتې ټىنګې او پراخې شي.

جمهوررئيس اشرف غني پرون په نيپال كې د دغه هېواد له لومړي وزير او د سريلانكا له جمهوررئيس سره هم خبرې وكړې.

جمهوررئيس غني د سارک سازمان په اتلسمه سرمشريزه غونډه کې د ګډون په هدف پرون د نيپال هېواد پايتخت کټمنډو ته ورسېد.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA