د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي، هېواد يې غواړي، چې روسيه د افغانستان د سولې په پروسه کې دخيله شي. نوموړي دا څرګندونې پرون د پاکستان له ډان Dawn خبري اژانس سره د خبرو پر مهال کړې دي.
د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي، هېواد يې غواړي، چې روسيه د افغانستان د سولې په پروسه کې دخيله شي.
نوموړي دا څرګندونې پرون د پاکستان له ډان Dawn خبري اژانس سره د خبرو پر مهال کړې دي.
د خواجه اصف په وينا، پاکستان غواړي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ستونزو د مخنيوي لپاره له روسيې سره په افغانستان کې د سولې په پروسه کې کار وکړي.
اصف د دې نظر د ردولو په ترڅ کې، چې پاکستان ته د روسيې د دفاع وزير وروستى سفر به هند او امريکا خوابدي کړي، وويل، د اسلام اباد او مسکو په اړيکو کې ښه والى په دې معنا نه دى، چې له نورو هېوادونو سره به د پاکستان اړيکې خرابېږي.
د روسيې د دفاع وزير د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان په يوه رسمي سفر دې هېواد ته تللى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


