ads

نورستان كې د دوو سړكونو د رغولو چارې پيل شوې

د نورستان ولایت چارواکي وايي، په واما ولسوالۍ کې يې د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د رغولو چارې پيل کړې. یادې چارې پرون پیل شوي او څلورو میاشتو کې به بشپړې شي. د نورستان ولایت چارواکي وايي، په واما ولسوالۍ کې يې د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو سړکونو […]

نویسنده: TKG
2 لیندۍ 1393
نورستان كې د دوو سړكونو د رغولو چارې پيل شوې

د نورستان ولایت چارواکي وايي، په واما ولسوالۍ کې يې د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د رغولو چارې پيل کړې. یادې چارې پرون پیل شوي او څلورو میاشتو کې به بشپړې شي.

د نورستان ولایت چارواکي وايي، په واما ولسوالۍ کې يې د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د رغولو چارې پيل کړې.

یادې چارې پرون پیل شوي او څلورو میاشتو کې به بشپړې شي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم کلید ته وویل، په واما ولسوالۍ کې یې د دوو سړکونو د رغولو چارې پيل کړې، چې د یادې ولسوالۍ مرکز له دوو کلیو سره نښلوي.

هغه وویل د واما ولسوالۍ له مرکزه پيل تر (پوونڅ) کلي پورې غځيدلی سړک، چې اووه نیم کیلومټره اوږدوالی لري ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

والي زیاته کړه بل سړک چې د دغې ولسوالۍ مرکز له (کامګل) سیمې سره نښلوي، ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او پنځه نیم کیلومتره اوږدوالی لري.

د نورستان والي وايي د دغو سړکونو په جوړېدو به د دواړو کلیو سلګونه کورنۍ د سړک نه شتون له ستونزو خلاص شي.

چارواکي وايي چې د یادو سړکونو لګښت افغان دولت ورکوي او د کلیوالي شوراګانو په لاس یې چارې پر مخ وړل کیږي.

نورستان یو غرنی ولایت دی، چې خلک یې د سړکونو له نشتوالي ډېر شکایت کوي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA