ads

د تاوتريخوالي د وضعيت څېړنه

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپورتره رشيده منجو چې په افغانستان كې يې د ښځو په اړه رپوټ برابر كړى وايي، په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د کلیوالي او لرې پرتو سیمو ښځو لپاره کار نه دى شوى. د ښځو په وړاندې […]

نویسنده: TKG
2 لیندۍ 1393
د تاوتريخوالي د وضعيت څېړنه

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپورتره رشيده منجو چې په افغانستان كې يې د ښځو په اړه رپوټ برابر كړى وايي، په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د کلیوالي او لرې پرتو سیمو ښځو لپاره کار نه دى شوى.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپورتره رشيده منجو چې په افغانستان كې يې د ښځو په اړه رپوټ برابر كړى وايي، په تېرو دیارلسو کلونو کې د افغانستان د کلیوالي او لرې پرتو سیمو ښځو لپاره کار نه دى شوى.

د هغې په باور، په وروستیو کلونو کې د ښځو د ملاتړ لپاره د جوړو شویو مقررو ګټه ډېرى ښار مېشتو ښځو ته رسېدلې، خو د ښځو د ملاتړو بنسټونو جوړېدل ښيي چې دولت د ښځو د حقونو اعادې او ملاتړ ته پام كوي.

خو سره له دې هم نوموړې په تېرو کلونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي او غندلو لپاره په افغانستان کې جوړ شوي قوانین او مقررې ستايي.

د آغلې منجو په خبره، افغانستان لسګونه کاله جګړه تر شا پریښې ده، دغه هېواد کې زیات پرمختګ نه دی شوی او د ښځو او نارینه وو ترمنځ عدم مساوات موجود دی: ” د بن له کنفرانس نه یوازې ۱۳ کاله تېریږي او دا زیات وخت نه دی، خو بیا هم زه وینم چې دولت د ښځو حقونو ته زیات اهمیت ورکوي او د ښځو حقونو او د هغوى په وړاندې تاوتريخوالي ته يې زيات پام كړى دى.))

نوموړې وايي، بايد د دغه كار ستاينه وشي، ځكه چې يو مثبت ګام دى.

هغه زياتوي: (( خو زما لپاره دا د فكر وړ خبره ده چې آیا دا ټول بدلونونه یوازې د ښاري ښځو په ګټه شوي، که د کلیوالي ښځو ژوند هم بدلون موندلى دی؟))

د ملګرو ملتونو دغه ځانګړې راپورتره وايي، څېړنو يې ښودلې چې د افغان ښځو لويه ستونزه عدالت ته د هغوی نه لاسرسى دی: (( دا که د عدالت رسمي او قانوني بنسټونه وي لکه عدلي او قضايي سیسټم او یا که د عدالت دودیز سیسټم وي لکه شوراګانې او جرګې.))

د نوموړې په خبره.له بلې خوا ښځې د اقتصادي استقلال، ازادۍ او له کورنۍ نه د وېرې له كبله نشي کولاى عدلي او قضايي سیسټم ته مراجعه او خپله ستونزه هواره کړي.

رشيده منجو وايي، مرکه شویو ښځو ورته ویلي له هغه ځایه چې د هېواد عدلي او قضايي سیسټم د ښځو په اړه نیمګړى، له کمیو ډک او په ډېرى مواردو کې فاسد دی، نو ښځې ورباندې باور نه کوي او دودیزعدالت ته مراجعه کوي.

آغلي منجووايي:هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي له خپل غږ پورته كولو او شکایت ثبتولو نه وېریږي، ځکه دوى ازادي، له قانون نه خبرتیا او مادي امکانات نه لري، نو وېریږي چې که رسمي بنسټونو ته د خپل شکایت ثبتولو لپاره ورشي؛ دوی ته به د مجرم په سترګه وکتل شي: ” ډېرو ښځو ما ته وویل چې په قضايي بنسټونو کې ورته د اخلاقي مجرم نوم ورکړل شوی دی، حال دا چې هغې د تاوتریخوالي له كبله کور پرې ایښی دی، دوی وايي، که بېرته هم خپل کور ته وګرځي، نو کورنۍ يې ورته د مرګ ګواښ کوي.”

آغلې منجو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون ته د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د یو ستر ګام په سترګه ګوري او وايي، که څه هم شته پارلمان دغه قانون ونه مانه، خو دا هیله منه ده چې راتلونکى پارلمان به دا قانون پاس کړي ځکه د هغې په باور، دا د ډيموكراسۍ په سيسټم كې د حل یوه ښه لاره ده.

د منجو په وینا، د افغانستان مدني ټولنه اندېښنه لري چې که د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون د افغانستان د جزا په قانون کې ورګډ شي، نو دا به دا قانون کمزورى کړي، حال دا چې د هغې په باور، د دغه قانون مفادات هم باید د جزا په قانون کې ځای کړای شي او هم دې په خپله د یو ځانګړي قانون په توګه موجود وي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو دغه ځانګړې راپورتره وايي، په افغانستان کې له ښځو سره د شویو تاوتریخوالو کره شمېره موجوده نه ده او دا په دې اړه د څېړنو په لار کې لوى خنډ دی.

منجو په هرات کې د ښځو د ځان سوځونې ځینې پېښې څېړلي او په دغه ولایت کې ورته ویل شوي چې د ښځو د ځان سوځونې پېښې سمې نیمايي شوي او ۵۰ فيصده کمى پكې راغلى، خو هغه وايي، باور يې نشي چې دا شمېره دې سمه وي.

رشیده منجو په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو درېیمه راپورتره ده. په دې اړه لومړي راپورتر په ۱۹۹۹ ميلادي كال او د طالبانو د رژيم پر مهال او دويم هغه يې په ۲۰۰۶ ميلادي كال په افغانستان کې دغه څېړنې ترسره کړې دي.

د هغې په وینا، په دغو ټولو رپوټونو کې له دولت نه غوښتنه شوې، څو د ښځو د پرمختګ او په ټولنه او سیاست کې يې د پراخې برخې اخیستنې لپاره دې د ښځو وضعیت کې لازم بدلون راوړل شي او د قدرت حاکمیت باید خپل ځای د قانون حاکمیت ته پرېږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA