پر ماشومانو جنسي تېري هغه تور داغ دی چې د نشه يي توكو، فساد او نا امنیو ترڅنګ يې په دې وروستیو کې د افغانستان نوم بدرنګه کړی او د افغانانو سخته کرکه يې راپارولې ده.
پر ماشومانو جنسي تېري هغه تور داغ دی چې د نشه يي توكو، فساد او نا امنیو ترڅنګ يې په دې وروستیو کې د افغانستان نوم بدرنګه کړی او د افغانانو سخته کرکه يې راپارولې ده.
په همدې حال كې د افغانستان د عالمانو شورا اعتراف کوي چې د ښځو او ماشومانو په وړاندې د جنسي تېریو په غندلو کې يې خپل دیني او افغاني مسوولیت نه دى ادا كړى.
د دې شورا یو غړی شهزاده شاهد وايي چې په دې اړه د خلکو له احتجاجونو سره مل دى.
د ولسي جرګې غړې وږمه صافۍ وايي، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالى اوج ته رسېدلى دى: (( په تخار کې پر درې کلنې نجلۍ ډله ییز جنسي تېرى، د کابل له هوايي ډګر نه د یوې ښځې اختطاف او پرې شوی سر يې کورنۍ ته رالېږل، په بلخ ولایت کې د یوې ښځې حلالول چې ماشومان يې اوس په کابل کې هم تر لوی تهدید لاندې دي، دا ټولې پېښې اوج ته د تاوتريخوالي د رسېدو معنا لري.))
نوموړې د افغانستان د ښځو د حقونو ملاتړې ادارې ګرموي چې د دغو تېریو په اړه چوپه خوله پاتې شوې دي.
هغه له يادو ادارو غواړي چې خپل غږ دې په زغرده پورته كړي او حکومت دې هم ځانګړې پاملرنه وكړي.
د ولسي جرګې بله غړې جنرال نظیفه ذکي داسې انګېري چې له مجرمینو او تېري کوونکو نه د بشري حقونو د سازمان بې ځایه ملاتړ او د هغوی د بشري حقونو د ساتنې په نوم يې د اعدام مخنیوى د دې سبب کېږي چې دا تېري كوونكي له سزا نه وېره ونه کړي او د خپلو وېروونكو جنايتونو لمن لا پراخه کړي.
د بادغیس ولایت وکیل موسی جناب د خپل یوولس کلن موکل په اړه چې د جنسي تېري قرباني دی وايي: (( یوولس کلن هلک زما په کور کې دی چې هم ورسره لواطت شوی او هم په چاقو وهل شوی دى، ۶ کلنه خور یې د لوی اختر په دويمه ورځ د جنایتکارانو د ظلم قرباني شوې ده، باید دا پېښه وڅېړل شي.))
د ولسي جرګې بله غړې عزیزه جلیس په دې جرګه کې خپل همکاران او د خلکو وکیلان ګرموي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون په تصویب کې لټي کوي او ځینې مفادات يې د اسلام خلاف ګڼي.
نوموړې وايي: (( موږ داسې وکیلان لرو چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي قانون د تصویب لپاره هره ورځ نارې وهي، خو یوه ورځ يې د هغه پلار په ضد خپل غږ پورته نه كړ چې په خپلې لور تېرى کوي.))
هغې زياته كړه، دا د تاسف وړ بولي چې يو شمېر وكيلان د خپلې خور، مور او د دې هېواد د ښځو په حقونو سترګې پټوي.
خو د دغو نیوکو پړه د افغانستان د عالمانو شورا ته متوجه ده. هغه شورا چې په ټلویزیونونو کې يې د بهرنیو سریالونو په اړه کلکې نیوکې کړي چې ګوندې دا خپرونې د اسلام خلاف دي، خو د هغې درې کلنې ماشومې په اړه چوپه ده چې ژوند يې د جنسي تېري قرباني کېږي او د اروايي ناروغیو، لېونتوب او آن د ځان وژنې کندې ته لوېږي.
د ولسي جرګې غړې وږمه صافۍ د عالمانو شورا ملامته بولي: “دیني عالمانو باندې غږ کوم چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او اسلامي هېواد کې پر درې کلنې ماشومې جنسي تېرى كېږي، د عالمانو شورا باید په دې اړه کلک دریځ ونیسي، که نه نو د ښځو له سخت او لوی احتجاج سره به مخ شي.”
د ولسي جرګې او د افغانستان د عالمانو د شورا غړی مولوي شهزاده شاهد پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېریو د غندلو په اړه د دې شورا نيمګړتياوې مني او وايي: (( زه د عالمانو له شورا نه شکایت لرم، زه د دغې شورا غړی یم، خو په دې اړه يې دریځ ضعیفه دی، زه له تاسو سره هم نظره يم، عالمانو په دې اړه خپل دیني، انساني او افغاني مسوولیت څنګه چې لازم و، نه دى ترسره کړی.))
شهزاده شاهد د ولسي جرګي له غړو سره ژمنه کوي چې په دې اړه به د هغوى له هر ډول احتجاج سره همغږی وي ځکه د ده په وینا، پر ماشومانو او ښځو جنسي تېریو د افغانستان اسلامي او مذهبي څېرې ته زيان اړولى دى.
افغانان له عالمانو شورا نه د دغو جنایتونو په اړه لازمې دیني فتواوې غواړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

