په شمالي وزيرستان کې تېره شپه د امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ۵ شكمن وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي. د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي چارواکي وايي، امريكايي بې پيلوټه الوتكو د شمالي وزيرستان په دته خېل نومې سيمه کې پر يوه کور پرله پسې دوه توغندي ويشتي،
په شمالي وزيرستان کې تېره شپه د امريكايي بې پيلوټه الوتكو بريدونو كې ۵ شكمن وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان دي.
د شمالي وزيرستان ځايي امنيتي چارواکي وايي، امريكايي بې پيلوټه الوتكو د شمالي وزيرستان په دته خېل نومې سيمه کې پر يوه کور پرله پسې دوه توغندي ويشتي، چې په ترڅ کې يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
له ۲۰۰۴ ميلادي کال راهيسې د پاکستان پر قبايلي سيمو سلګونو دغه ډول بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو د پخوانيو مشرانو بيت الله مسعود او حکيم الله مسعود په ګډون د القاعده ګڼ شمېر مهم مشران او د سر سړي وژل شوي دي.
په دې وروستيو کې پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په داسې حال کې زيات شوي، چې پاکستاني ځواکونو په کې د جون له ١٥مې نېټې راهيسې پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.


