پکتيا د باغدارۍ لپاره مناسب ځايونه او اقليم لري، دلته مڼې، انګور، ناک، شفتالو او ګيلاس ښه حاصلات ورکوي، خو د کروندګرو او بڼوالو له هلو ځلو سره د حکومت اړينې مرستې نه دې ملګرې شوې چې حاصلات يې زيات شي.
پکتيا د باغدارۍ لپاره مناسب ځايونه او اقليم لري، دلته مڼې، انګور، ناک، شفتالو او ګيلاس ښه حاصلات ورکوي، خو د کروندګرو او بڼوالو له هلو ځلو سره د حکومت اړينې مرستې نه دې ملګرې شوې چې حاصلات يې زيات شي.
په پکتیا کې د نورو مېوو په پرتله مڼې ګڼ شمېر باغونه لري، خو دا باغونه تر ډېره د ولسي خلکو له لوري جوړ شوي او د کرنې رياست ته يې دقيق معلومات نشته چې څومره ځمکه به يې نيولي وي.
باغوانان وايي، که حکومت يې ملاتړ وکړي، دوی به د هېواد د اقتصادي پرمختګ، ځوانانو ته د کار زمينې په برابرولو او نورو برخو کې موثر تمام شي.
د ګردېز اړوند لويديځې څنډې خطابې په کلي کې حاجي مامور منګل د مڼو ۱۶ هکټاره باغ لري او کلني حاصلات يې ۲۰۰ ټنو ته رسېږي. نوموړي، سږ کال ټولې مڼې په يو ځای بې تللو په شاوخوا دوه مليونه افغانيو پلورلې دي. مامور منګل وايي، په باغ کې اته ډوله مڼې لري چې د کال تر هر موسمه ساتل کېدای شي، خو دلته چې له دوی سره د کرنې رياست اړينې مرستې نه کوي؛ نو مڼې يې په کمه بيه پاکستان ته وړل کېږي او هلته د پاکستان د صادراتو په نوم نړيوال بازار ته وړاندې کېږي:(( که د جوسو فابريکه جوړه شي، زه ژمنه کوم چې ۸۰ تنه ځوانانو ته به د کار زمينه برابروم.))
د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی ضابط خان هم په خپل کلي کې د مڼو د ګڼو باغونو يادونه کوي او وايي چې د موسم په وخت ډېرې مڼې له خرڅلاوه پاتې او خرابېږي: ((که ساتنخونې وای؛ نو خلکو به هر کال داسې بې حده تاوانونه نه کول.))
يوازې دا نه چې د فابريکې د جوړېدو په برخه کې حکومت پاتې راغلی، بلکې درمل او نور اړين توکي يې هم باغوانانو ته نه دي ورکړي. د حاجي مامور منګل په خبره که حکومت بڼوال تشويق کړي وای؛ نو د پکتيا مڼو به د هېواد په اقتصاد جوت اغېز کړی و.
د نوموړي د باغ ټولې مڼې يو سوداګر اخستې چې د پکتيکا له لارې یې پاکستان ته لېږدوي او هلته زېرمه کېږي او يا هم نړيوال بازار ته د پاکستان په نوم صادرېږي. د مڼو دا سوداګر ګلاب خان نوميږي، نوموړی وايي، که ساتنخونې، د جوسو فابريکې او د مڼو لپاره افغاني بازار موجود وای، ټول هېواد ته به يې ګټه رسېدلې وه:(( افغاني مڼي يو ځل پاکستان ته وړل کېږي او بيا چې کله موسم پای ته ورسېږي، بیرته افغانستان ته راوړل کېږي او په څو چنده لوړه بیه پلورل کېږي. ))
دا وخت په پکتيا کې د يو من ښو مڼو بيه ۲۰۰ افغانۍ ده، خو د ژمي په موسم کې تر ۶۰۰ او ۷۰۰ پورې لوړېږي، ياد سوداګر زياتوي:(( موږ دا مڼې له پکتيا څخه پکتيکا ته وړو او هلته يې د برمل په ولسوالۍ کې په کارتنونو کې بندوو، بيا يې پاکستاني را څخه اخلي، د ژمي په موسم کې زموږ مڼې دوباره افغانان په څو چنده لوړه بیه اخلي.)) نوموړی له نوي منتخب جمهور رئیس اشرف غني څخه د کرنيز سکټور د پياوړتيا غوښتنه کوي او وايي که د بڼوالو د حاصلاتو لپاره مناسب بازار او د ساتنې ځايونه وي؛ نو د هېواد په اقتصاد خامخا اغېز کوي.
د پکتيا د کرنې رياست مسوولين هم دا مني چې د بڼوالو پر وړاندې يو لړ ستونزې او ننګونې شته، خو په خبره يې چې دوی په دې ولايت کې ګڼ شمېر ساتنخونې جوړې کړې او د نورو د جوړېدو تابيا لري. انجنير ذبيح الله حسن زی د پکتيا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس دی. نوموړ وايي چې تر دې دمه یې ۱۸ کوچنۍ سړې خونې جوړې کړې، په راتلونکې کال کې به ۳۸ نورې جوړې کړي او د دوه لويو سړو خونو د جوړېدو پلان هم لري. حسن زی زیاتوي: (( د تېر کال په پرتله سږ کال د مڼو حاصلات ښه وو، مڼو مرض نه و کړی، خو دا رښتيا ده چې مڼې سم بازار نه لري که دلته د مڼو لپاره مناسب بازار وای، د بڼوالو ګڼې ستونزې به ورسره اوارې شي.))
د پکتيا د کرنې رياست د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې شاوخوا لس زره ټنه مڼې کلني حاصلات جوړوي او په دې کې يې لږو هغو ته مناسب بازار او د ساتنې ځای شته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


